_ تاريخي سريزه:
افغانستان د لرغونې اريانا او خراسان څخه وروسته د هغه تاريخي هېواد نوم دى، چې د مركزي اّسيا، منځني ختيځ او افسانوي هند تر منځ موقعيت لري. له دې سره سره، چې تاريخي پېښو، ددې لرغوني هېواد سياسي پولې (سرحدونه) وړاندې وروسته كړي دي؛ خو خپل حساس جيوپوليتيك او ستراتيژيك موقعيت او اهميت يې له لاسه نه دى وركړى. په تاريخ او سياست كې دا يو منل شوى اصل دى، چې جغرافيوي موقعيت (جغرافيوي جبر)، د هر هېواد د برخليك په ټاكلو، سياست او تاريخ جوړولو كې لوى لاس لري.

نړۍ او سيمه كې د سمندري لارو له كشف څخه مخكې او له هغه وروسته هم دا هېواد نه يوازې د شتمنو او غني تمدنونو زانګو وه؛ بلكې د ګاونډيو تمدنونو په لېږدولو او مخامخ كېدو كې د څلور لارې حيثيت درلودلى دى. په دې هكله د ورېښمو د قافلو او كاروانونو رول د يادوني گوړ دى.
كه له پرون څخه تېر شو، د نن ورځې د نړيوال كېدو (Globalization) پر مهال زموږ د هېواد جيوستراتيژيك اهميت او ارزښت نه يوازې كم شوى نه دى؛ بلكې وروستيو پېښو وښوده، چې افغانستان اوس هم په نړيواله كچه د سياسي، اقتصادي او نظامي دكتورينو مركزي ټكى ګڼل كېږي.
د افغانستان اهميت يوازې د سياسي جغرافيې له پلوه نه؛ بلكې د پرمختللې صنعتي نړۍ او صنعتي ګاونډيانو لپاره د خامو او انرژيتيكو موادو د مهمې سرچينې او زېرمې په توګه هم د نړۍ او سيمې د پاملرنې وړ ګرځېدلى دى.
د صنعتي او تجارتي مالونو لپاره د بازار پيدا كول او د هغو د صادراتو او وارداتو لارې او همدارنګه د تېلو او ګاز نل ليكې د وړلو او راوړلو په خاطر افغانستان ترانزيتي اهميت ورځ په ورځ پورته روان دى.
پورتني ياد شوي كليدي فكتورونه او عوامل په مجموع كې ددې سبب ګرځېدلي، چې له هخامنشيانو څخه نيولې ان تر نن ورځې پورې، د نړۍ او سيمې نامتو ځواكونه، په بېلابېلو وختونو كې په ډول ډول نومونو او پلمو يا په دې هېواد راختلي او يا دا چې افسانوي هند "طلايي مارغه" ته د رسېدو لپاره يې له دې هېواد څخه د دروازې او دهيلېز په توګه كار اخيستلى دى.
تاريخي انكار نه منونكى حقيقت دادى، چې له بهرنيو ځواكونو سره افغان مېړني اولس د خپلې خاورې د تماميت، اّزادۍ، خپلواكي او ملي واكمنۍ د ساتلو لپاره بې شمېره او بې ساري نظامي، سياسي او اقتصادي ټكرونه او مقاباې كړې دي. د افغان ملي تاريخ د جوړښت څرنګوالى او د هغه افغاني فلسفه او افغاني منطق د نن او سبا د سياستپوهانو او سياستوالو لپاره "شايد" نه؛ بلكې "بايد" د الهام سرچينه وي او بس. كه چېرې د افغانستان د اقتصادي، سياسي او دوستي سيستم د جوړېدو لپاره د بېګانه او غير افغاني مفكورو او سرچينو څخه الهام واخيستل شي، پايله، نمونه او برخليك به يې د افغانستان د تېرو درېيو لسيزو په څېر ملي غميزه، فاجعه او تراژيدي وي. دا هم جوته او څرګنده ده، چې افغاني تراژيدي د افغانستان په پولو كې محدوده نه شي پاتې كېدلى؛ بلكې ډېر ژر سيمې او نړۍ ته سرايت كولاى شي.
د پورتني تاريخي، جغرافيوي او سياسي حقيقت په منلو سره هېڅ باوجدانه او شعوري افغان، افغاني سياسي ځواك، افغاني ملي دولت، د افغانستان ګاونډيان او نړيوال سياستوال او پاليسي جوړوونكي قطعاً حق نه لري، چې د بل ځل لپاره د يو وېښته غلطي او سهوې مرتكب هم شي. افغاني او انساني تاريخ به هغه مرتكبين هېڅكله هم ونه بښي او راتلونكي نسلونه به د هغو په قبرونو او هديرو اور بل كړي.
 
2_ تاريخي فاكتونه او ستره لوبه (Great Game):
كه چېرې د تاريخ له ژورو څخه تېر شو، يوازې د نولسمې پېړۍ هغه حقيقت راوسپړو، چې تر نن ورځې پورې يې د افغانستان او سيمې په سياست او برخليك سيورى غوړولى د سترې لوبې (Great Game) څخه عبارت دى.
په نولسمه پېړۍ كې تزاري روسي د شمال له خوا او برتانوي هندي امپراتورى د ختيځ او جنوب له خوا، په تدريجي توګه د افغانانو په هېواد سياسي او نظامي فشار وارد كړ. دوى په افغانستان كې د يو ملي قوي مركزي حكومت د نشتوالي څخه ناوړه ګټه پورته كړه، افغاني خاورې يې له هرې خوا په بېلابېلو نېرنګونو له افغانستان څخه جلا كړې. پاتې خاوره يې ظاهراً د دواړو يادو شويو امپراتوريو تر منځ د حايل (Buffer State) په توګه پرېښوده؛ خو په واقعيت كې له دوى دواړو څخه د سترې طرحې او پلانونو جوړول، چې پاتې افغانستان هم هضم او له ګونډو لاندې كړي، د دوى دواړو نړيوالو ځواكونو يادې شوې هلې ځلې تاريخپوهانو د سترې لوبې (Great Game)  په نوم يادې كړې دي. ستره لوبه په حقيقت كې نه يوازې پاى ته نه ده رسېدلې؛ بلكې په بېلابېلو شكلونو اوس هم دوام لري.
كله چې د دوهمې نړيوالې جګړې په ترڅ كې د هټلر جرمني ماتې وخوړه، پخواني شوروي اتحاد د امريكې متحده ايالات، انګليس او فرانسه د جګړې فاتحين راووتل. وروستي درې قوتونه د پانګه والي نظام په لرلو سره د نړۍ يو قطب او شوروي اتحاد د سوسياليستي او كمونستي نظام په لرلو سره بل قطب تشكيل كړ. دوى د جګړې په پاى كې نه يوازې د جرمني هېواد په ختيځ او لويديځ المان تقسيم كړ؛ بلكې اروپا يې هم په شرقي او غربي اروپا سره ووېشله. هر قطب د خپل سياسي_ اقتصادي نظام او مفكورې د ساتلو لپاره د وارسا او ناټو نظامي تړونونه ايجاد كړل.
درېيمه نړۍ، چې د اّسيا، افريقا او لاتينې امريكا څخه عبارت وه دواړو يادو شويو قطبينو پخپلو خپلو مفكور سره ووېشتله. له هغې جملې څخه افغانستان د درېيمې نړۍ ډېر ښه مثال كېدلاى شي. له دوهمې نړيوالې جګړې څخه وروسته د متضادو قطبينو تر منځ ايډيالوژيكي او سياسي برخوردونو او هم په درېيمه نړۍ كې د متضادو قطبينو په واسطه د مخته راغليو سياسي نهادونو او ګوندونو تر نځ ټكر د ساړه جنګ په نوم ياد شو، چې له 1945 څخه تر 1980 پورې د 35 كلونو لپاره يې دوام وكړ.
يا په بل عبارت د تزاري روسيې او برتانوي هند په عوض دوو نويو لوبغاړو (شوروي+ امريكا) ستره لوبه په غاړه واخيسته او دوام يې وركړ.
د امريكې د متحده ايالاتو د واشنګټن د نظامي پوهنتون (National Defense University Washington D.C) استاد J. Bruce Amstulz په 1986 كال كې پخپل اثر (The First Five Years of Soviet Occupation) درېيم مخ كې داسې ليكي:
د 1979ز كال د دسمبر له 27 (د 1358ل كال د جدي له شپږمې نېټې) يعنې پر افغانستان باندې د شوروي له يرغل څخه لږ څه مخكې په كابل كې د امريكې سفارت واشنګټن ته يو تليګرام ولېږه او په هغه كې يې ليكلي وو، چې: "روسانو بالاخره ستره لوبه Great Game وګاټه".
د امريكې او شوروي اتحاد تر منځ پخوانۍ سړه جګړه، د افغانستان په هېواد كې په ډېره توده او ګرمه جګړه واوښته، چې له 1980 څخه تر 1992ز (د 1358 څخه تر 1371ل) پورې يې دوام وكړ. افغانان او لويديزه نړۍ، چې د شوروي اتحاد او په افغانستان كې د هغه د پلوي حكومت پر ضد سره متحده وو، جګړه يې په لاندې بيه او لاسته راوړنو وګټله:
الف: افغانانو درې مليونه شهيدان، درې ميليونه معيوب او معلول، شپږ ميليونه مهاجر او له دې سره د افغانستان ټول سيسټمونه لكه نظامي، پوليس، اقتصادي، اور لګول او كرنه، ترانسپورت، ښوونه او روزنه او داسې نور په بشپړ ډول يا په اكثر ډول له منځه لاړل. افغانانو ته كنډواله شوى وطن ور په برخه شو او له دې څخه ډېره بده يې دا چې جګړه نه يوازې ختمه شوه؛ بلكې كورنۍ جګړه نوره هم اوږده شوه او لا تر اوسه هم دوام لري.
ب: د افغانانو لويديز ملګري او متحدين: لويديزې نړۍ نه يوازې په افغانستان كې خپل حريف رانسكور كړ؛ بلكې پخپله په شوروي اتحاد كې دننه، د شوروي اتحاد ټول سياسي، نظامي او اقتصادي نظام دړې وړې شو. ختيځه اروپا له شوروي نفوذ څخه خلاصه او اكثر هېوادونه په ناټو كې شامل شول، د برلين دېوال ونړېد، لنډه دا چې جهان يو قطبي شو، البته لكه چې مخكې يادونه وشوه، د جهاد په كلونو كې د هرې ورځې لګښت دوه ميليونه ډالره و، چې يو ميليون د امريكې او يو ميليون هم د سعودي عرب پر غاړه وو.
كله چې شوروي اتحاد ماته خوړه د لويديز قطب خپل هدفونه ترسره شول؛ نو افغانستان يې د كورنۍ جګړې په حالت كې وران ويجاړ پرېښود. په دې خالي ډګر كې پاكستان، هند، ايران، سعودي عرب، د خليج عربي هېوادونه او داسې نور نژدې او لېرې ګاونډيانو ميدان ته راودانګل، يادو شويو هېوادونو هر يوه په افغانستان كې پلويان درلودل، چې دوى به وسله وال كول او د مقابل اړخ سره به يې جنګول. په دې بهر كې د افغانستان ټولې هغه شتمنۍ هم بېخي له منځه لاړې، كومې چې د تېرو جګړو څخه كوم ځاى كې پاتې وې. يا په بل عبارت اوس نو د افغانستان د فتح كولو لپاره ستره لوبه د سيمې د هېوادونو پر غاړه شوه.
بېګانه هېوادونو، د افغانانو په خاوره كې، د افغانانو په وجود كې په زور ازمايلو پيل وكړ. په كابل كې د پاكستان سفارت (چې پخوا د انګليس سفارت و)، چې يوه تاريخي ودانۍ وه اور واچول شو، په مزار شريف كې ايراني ژورنالستان ووژل شول، په مزار شريف كې د شلو زرو څخه زيات طالبان په ډېره بې رحمۍ ووژل شول، د مجاهدينو د حكومت په دوران كې په مزار شريف كې د كابل سره موازي حكومت جوړ شو، په افغاني پامير باندې د مصنوعي سپوږمكۍ د نصب هيله، چې د شاوخوا هېوادونو نظامي سوقيات وڅاري، په افغانستان باندې د حملې لپاره نظامي تمرينات، د جكړگې په منځ كې، منځنۍ اسيا ته د تجارتي كاروانونو د لارې خلاصول، له افغانستان څخه د ګاز ليكې د تېرېدو لپاره نړيوالې كمپنۍ او داسې نور ډېر مسايل شته دي، چې مستقيماً د يادو شويو بهرنيو هېوادونو له خوا تنظيمېدل.
پورتنى جريان په افغانستان كې روان و؛ خو د افغانستان ستراتيژيك لويديز ملګري تر هغه وخته پورې بې تفاوته پخپلو هېوادونو كې ناست وو، چې د 2001 كال د سپتمبر د 11 نېټې پېښې له خوبه راپاڅول.
له پورتنۍ پېښې وروسته، د افغانستان په اړه اجراّت په ډراماتيكه او فلمي توګه مخ پر وړاندې لاړل. فوراً په افغانستان باندې ددې پېښې تور ولګېد، فوراً د بن كنفرانس جوړ او فوراً تطبيق ته وړاندې شو. فوراً په كابل كې حكومت له طالبانو څخه رباني ته او له هغه وروسته كرزي ته ورسېد. فوراً اضطراري لويه جرګه و له هغه وروسته د اساسي قانون جرګه دايره او فوراً قانون جوړ شو. د افغانستان د بادي بنسټ د پياوړتيا او بيا رغونې په عنوان د توكيو، برلين او لندن كنفرانسونه جوړ شول. په توكيو كې افغانستان ته 4، په برلين كې 8 او په لندن كې 10,5 مليارده ډالره له افغانستان سره ژمنه وشوه.
په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېكړو څخه وروسته د نړيوالو ځواكونو په مرسته نوى حكومت رامنځته شو، چې اوس يې تقريباً پينځه كاله تېرېږي.
كه چېرې په ډېر لنډ ډول دا پينځه كاله ارزيابي كړو:
جګړه نه يوازې بنده شوې نه ده؛ بلكې په شدت سره پر مخ روانه ده، اداري فساد د افغانستان د دولتونو په تاريخ كې خپل اوج ته رسېدلى دى، د مخدره موادو په قاچاق كې نه يوازې اصلي قاچاقبران؛ بلكې لوړ پوړي دولتي او نظامي چارواكي لاس لري.
تر اوسه پورې د ملي اردو او ملي پوليسو په نامه خبرې شوې دي؛ خو د سږ كال د جوزا د اتمې نېټې بغاوت وښودله، چې پوليس يا هېڅ وجود نه لري، يا دا چې ملي پوليس نه؛ بلكې سمتي او تنظيمي پوليس دي. د عام اولس وګړي ورځ په ورځ فقيران، دولتي او NGO كسان ورځ په ورځ چاغېږي. ورو ورو دوه متضادې طبقې منځته راځي.
اوسنى امنيت طبيعي نه؛ بلكې مصنوعي امنيت دى؛ ځكه چې رښتونې ملي اردو او ملي پوليس وجود نه لري، كه چېرې نړيوالې قواوې نه واى؛ نو د امنيت په نوم هېڅ يې هم نشته.
 
3_ بحث او مناظره (Discussion):
ګرانو او منورو ځوانو سياستوالو!
په پورته توګه د افغانستان د سياسي، نظامي وضعيت څخه يو ډېر لنډ تصوير او انځور وكښل شو. اوس تاسې حساب وكړئ او وګورئ، چې په دې تېرو دوو پېړيو كې ستا خاوره، ستا د پوښتنې او رضايت پرته، بېګانګانو څو وارې له خاورو سره خاورې شوه. په لنډ ډول يې بيا يادونه كوو:
1_ د تزاري روسيې او برتانوي هندي امپراتوريګانو تر منځ ستره لوبه.
2_ د پخواني شوروي اتحاد او امريكې تر منځ لومړى د ساړه جنګ او وروسته په توده جګړه كې.
3_ د پخواني شوروي له ماتې او وتلو څخه وروسته د سيمې د هېوادونو له خوا.
4_ اوس هم جګړه روانه ده او خپل ابعاد پراخوي.
ګران او منور افغانه! د دوو پېړيو په جريان كې هر بهرني ځواك ستا د وطن لپاره ټاكلي ايجنډا درلوده او لري يې. اّيا تاسې د افغانانو په توګه په واحده ملي ايجنډا هم فكر كړي دى؟ اّيا ددې دوو پېړيو له يرغلونو څخه تا كوم عبرت او درس زده كړى دى؟
پورتنيو پوښتنو ته به هر څوك خپل خپل ځواب لري؛ خو زه له ځواب وركولو څخه مخكې يو ټكى په ګوته كوم، هغه دا چې: بهرنى نابغه سياستپوه او سياستوال له يو عادي افغان څخه، افغانستان ښه نه شي پېژندلى، دا خبره بايد له موږ سره بهرني دوستان ومني او يا دا چې دوى ته بايد قناعت وركړل شي. دوى بايد خپلو ژباړونكيو ته نه؛ بلكې منورو افغانانو او د قومونو مشرانو، ديني عالمانو او نورو پوهو افغانانو ته غوږ ونيسي.
د افغانستان او د امريكې د متحده الاياتو د ديپلوماسۍ ګډ تاريخ وايي، چې د افغانستان د هر وخت او زمان مشرانو له هغوى څخه په صفا ټكو كې غوښتي وو، چې بايد له افغانستان سره مالي، اقتصادي او نظامي مرستې وكړي؛ ځكه چې افغانستان د سره ښامار په خوله كې پروت دى. ولې دوى د افغان مشرانو خبرو ته غوږ نه نيوه.
د مثال په توګه غازي امان الله خان، نادر خان، محمد هاشم خان، شاه محمود خان، سردار داود، سردار نعيم خان، ميوندوال، عبدالمالك عبدالرحم زى، نور احمد اعتمادي، ډاكتر ظاهر، محمد موسى شفيق او داسې نورو صدر اعظمانو هر يوه له امريكې څخه پورتنۍ غوښتنې تكرارولې؛ خو هغوى يې خبرو ته غوږ نه كېښود. داسې وخت راورسېده، چې هم د جهاد په كلونو او اوس هم د امريكې د يوې ورځې لګښت په ورځ كې د يو ميليون ډالرو څخه لوړ دى.
 
4_ نتيجه ګېري او لنډيز:
ګرانو افغانانو!
راځئ بهرنۍ مفكورې، فلسفې، نظامونه او سيستمونه يوې خوا ته پرېږدو، خپل تاريخ، دين، فرهنګ، ملي منليو عنعناتو او د خپلې ټولنې اركانو؛ لكه ملي منور، قومي مشر، ديني عالم او ملي سوداګر ته مراجعه وكړو. له دوى څخه اصيله افغاني ملي مفكوره واورو، فورمولبندي او تدوين يې كړو. د افغاني مفكورې دا تدوين كه چېرې ډېر كمزورى هم وي د بهرنۍ او كسبي ايډيالوژۍ او نظام څخه ډېره بهتره ده. دا ځكه چې كه د يوه څخه غلطي كېږي عادي افغان هم غلطۍ سمولاى شي؛ خو كه بهرنۍ مفكوره تطبيق كړو، كله چې پوه نه شو بايد بېګانه مشاورين راوغواړو، چې دا كار ډېر جانبي عوارض لري. بله دا چې نوې افغاني مفكوره كه نن كمزورې وي، په كرار كرار به د پوهو او لايقو افغانانو په واسطه ورځ په ورځ شتمنه او غني شي، موږ تر هر څه دمخه ژور اسلامي، افغاني او ملي رنګ او پراختيا ته اړتيا لرو، كه موږ ساينس او ټكنالوژي له بهرنيانو اخلو پروا نه لري؛ خو مفكوره او فلسفه به مو خپله وي.
 
د افغاني اصيلې مفكورې د تدوين لپاره منابع:
1_ د اسلام د سپېڅلي دين ارشادات.
2_ افغاني اصل تمدن.
3_ ملي منلي عنعنات.
4_ نړيوال ساينس، ټكنالوژي او ديموكراسي.