د١٢٩٧لمريز کال د مرغومي په يخو شپو کې د ننګرهار ولايت د خوږياڼو د ولسوالۍ دقاضيانو په کلي کې دمولوي عبدالاکبر په کور کې يو ماشوم سترګې وغړولې. کورنۍ پرې محمد يونس نوم کېښود. دې ماشوم خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل ماما عبدالرازق څخه پيل کړې کله چې لږ لوى شو، نو دنورو زده کړو لپاره دخپل مشر ورور مولوي محمد يوسف سره دلرې پښتونخوا په لور روان شو. په لره پښتونخوا کې يې په چج، طورومايار(مردان)، چکۍ سر،دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک او نورو ځايونو کې زده کړې تر سره کړې. نوموړي د خپلو زده کړو په لړ کې سپېڅلى قران هم حفظ کړ.له زده کړې وروسته کله چې يې دعالِم په توګه پګړۍ وتړله، نو خپل هېواد ته راستون شو.
محمد يونس په لومړيو وختونو کې دځان لپاره اورنګي تخلص غوره کړ؛بيايې مېړنى غوره کړ، خو څه وخت وروسته يې دمولانا ارشاد په وړانديزخالص غوره کړ.
مولوي محمديونس خالص بابا په ١٣٣٠لمريز کال کې دافغانستان داطلاعاتو او کولتور په وزارت کې د ( تربيه افکار ) په څانګه کې د غړي په توګه وټاکل شو او له همغې وخت څخه وروسته د (پيام حق) او ( وړانګه ) جرېدې چلول يو په بل پسې ورپه غاړه شول. تر ١٣٣٨ل پورې يې په ډېره سپېڅلتيا سره خپله دنده تر سره کوله. خالص بابا يو څه وخت له راديو افغانستان سره دتلاوت او تفسير کولوديني دنده سره له ژباړې ترسره کړې. خالص بابادکابل په دارالعلوم او نورو ښوونځيو کې دښوونکي په توګه دنده ترسره کړې او له ١٣٣٠ل څخه تر ١٣٥٢ل پورې يې دهېواد له مطبوعاتو سره همکاري ساتلې، چې له ګهيځ اوونيزې سره همکاري يې دپام وړ ده.
دخالص بابا لومړنى ليکلى اثر په کال ١٣٣٣ل کې کښلى چې دالحاد او دهريت پر خلاف د ( ديني ملغلرې ) په نوم دى. کله چې خالص بابا تقاعد شو، نو د بيهقي له کتاب خپرولو موسسې سره يې همکاري پيل کړه. خالص بابا دخپلو ليکنو په وسيله له ١٣٣٠ل څخه دکفر پر وړانړې مبارزه پيل کړې وه، خو دظاهرشاه دواکمنۍ په اخرو کلونوکې يې په حکومت کې دبې دينۍ پر وړاندې مبارزه په څرګنده بڼه پيل کړه.
کله جې سردار محمد داود دواک پر ګدۍ کېناست؛ نو خالص بابا هم په دې لړ کې په ١٣٥٣ل کال کې دپاکستان سرحدي سيمو ته هجرت وکړ او دبې دينۍ پر وړاندې يې مبارزه نوره هم چټکه کړه. خالص بابا په ١٣٥٧ل کال کې د ( دافغانستان اسلامي حزب ) په نوم جهادي تنظيم جوړ کړ او په ١٣٥٨ل کې يې د هېواد مشهور او ستر جهادي مرکز ( توره بوړه ) د پلو هڅو مرکز کړ چې پيل يې دپچير ملا صيب له ځايه وکړ.
دروسانو تر وتلو يې خپله مبارزه روانه وساتله او په خپله يې دسنګر په چوپړ کې په پوره مېړانه سره تر پايه دروسانو په ويستلو کې مبارزه وکړه. کله چې حکومت دمجاهدينو لاس ته ورغى , نو خالص بابا به لومريو كي د سووني او روزني د وزير به توكه دنده ترسره كوله, خو كله جي د ځينو چارواکو له لورې په هېواد کې خپلمنځي جنګ پيل شو، نو خالص بابا پر کور کيناست او له نورو يې هم وغوښتل تر څو خپلمنځي جنګ ونه کړي.
کله چې په هېواد کې دواک چارې دطالبانو لاس ته ورغلې، نو خالص بابا ترې ديو مسلمان په توګه ملاتړ وکړ. داوسني حکومت په لومړيو کلونو کې خالص بابا د جلال ابادله ښار څخه شپږ کيلو مېتره جنوب لوري ته دنجم الجهاد په فاميلۍ کې چې دخالص بابا په ځانګړي زيار جوړه شوې؛ مېشت و، خو کله چې يې دامريکا پر مشرۍ له راغليو ځواکونو سره په دوه يم واردجهاد کولو اعلان وکړ، نو پر هماغه لومړۍ شپه له خپل کور څخه يو نامعلوم لوري ته په هجرت دبيا لپاره اړ شو.
د معلوماتو له مخي خالص بابا د درې کلن هجرت په پاى کې له دې نړۍ څخه په ارمانجنو سترګو په سعودي عربستان کې سترګې دتل لپاره د١٣٨٥لمريز د چنګاښ پر ٢٨مه پټې کړې او جنازه يې د نوموړي د زوى مولوي انوالحق مجاهد, د بابا د وراره شمس الاسلام نبي خيل او نورو خواخوږو له لورې د سعودي عربستان د مديني منوري به نبوي جومات کې تر سره شول او د تدفين مراسم يي د جنت البقيع به مباركه هديره كي ترسره شول. د خالص بابا پر درنه مړينه دډېرو اوښکې تويې شوې او دارمان اهونه يې له سينو پورته شول.
د خالص بابا ليكنې او ژباړې:
1_ ديني ملغلرې
2_ شرح العقيدة الطحاوية_ ژباړه(پښتو)
3_ شرح العقيدة الطحاوية_تاليف(عربي)
4_ عقل تقليد او دنيوي گټې وټې
5_ اسلامي روح
6_ د اسلامي عالم نن او پرون
7_ المفاتيح_مفتاح الصرف(لومړۍ برخه)(پښتو)
8_ اسلام د ضعيفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو تر منځ(ژباړه)
9_ دين او اسلامي تمدن(ژباړه)
10_ روح الاجتماع
11_ ژوندي اشعار(شعرونه)
12_ دامونه او دانې(شعرونه)
13_ تور زړو ته يمه توره او سپين زړو ته يمه سپينه(شعرونه)
14_ خوږو ته خوږه او ترخو ته ترخه(شعرونه)
15_ اسلامي جهاد او گټه يې
16_ زه څوك يم او د څه لباره مبارزه كوم؟
17_من انا ولمادا اجاهد؟
18_ پښتون قوم او د هغوى وظيفه
19_ دوه مقالې(لومړى ټوك)
20_ دوه مقالې(دويم ټوك)
21_ حكمتيار صيب څه وايي؟
22_ رمضانيه
23_ حقيقي مجاهد څوك دى او بايد څه وكړي؟
24_ موقف حزب اسلامي(دري)
25_ جهادي لار او لارښوونې
26_ ازمودن را ازمودن خطا است(پښتو)
27_ مجاهد ملت ته پيغام
28_ د حج لارښوونكى
29_ د اسلامي حزب نوې اساسنامه
30_ د مسووليت احساس د مصونيت زامن دى
31_ باغي څوك دى؟
32_ ديني گټې وټې
33_ ناوړه دودونه
34_ ښځه او نارينه يا د انساني ټولنې دوه وزرونه
35_ حساب...
36_ او ډېر نور.....