د لندن د مادام تساو په موزېم كې د هغو نومياليو شخصيتونو مجسمې اېښودل شوې دي، چا چې د تاريخ په نه ورانېدونكې پاڼه كې خپلې نه ورانېدونكې اغېزې پرې ايښې دي. په دې موزېم كې يوه جلا برخه د "Horrer Chamber" په نوم هم شته، چې د داخلې دروازې پر سر يې د نازي جرمني ليډر ايډولف هټلر مجسمه، چې د وحشت، دهشت، بربريت او د ظلم د انتها يو بې مثاله نوم دى نصب شوې ده، كله چې سړى دې چېمبر ته ورداخل شي؛ نو رښتيا هم ورته ددې خوف البشر د كړنو جوته پته لګېږي.
ډېره حيرانوونكې خو داده، چې څنګه يو داسې سړى چې د ظلم او ظالم د متل په توګه استعمالېږي د يو مصور، نقاش
 او هنرمند زړه لرونكى وي يو مصور خو ډېر حساس وي ډېر نازكخيال وي؛ نو څرنګه يې په دې يو وجود كې دوه يو له بله مختلف زړونه ځاى كړي دي...
په تېرو ورځو كې د هټلر په اّبي رنګه (واټر كلر) سره جوړو شويو تصويرونو (پينټنګز) ښودنه د لندن په يوې ګيلري كې وشوه. كله چې دا تصويرونه د خرڅلاوه لپاره كېښودل شول؛ نو نړيوال ګوته پر غاښ پاتې شول. په دې چې مصوري او هټلر د موضوعاتو انتخاب او په اّبي رنګه (واټر كلر مېډيم) كې د برش د څوكې هغه ماهرانه استعمال چې عقل يې په اسانه منلو ته تيار نه وي. يقيناً چې دې سخت زړي انسان د فطرت سره څومره مينه كړې ده د ژوند په خوځښت كې خورو ورو رنګونو څومره متاثر كړې  دي. د عمر په خوږې برخې يانې ځوانۍ كې د رنګ او برش په واسطه د روزګار دغم سره سره د مشكلاتو ټول حدود رالاندې كړل او د ويانا د بازارونو، كوڅو، كليو د فطري نظارو، او د كليساګانو د بلډينګونو په يوه داسې طريقه رنګول؛ لكه چې پكې ساه اخيستونكي زندګي او په دې زندګي كې ځلېدونكى هر تصوير يې پخپل كېنوس داسې ژوندى پرې ايښى وي؛ لكه چې د مړ كېدلو چل نه ورځي.
تصوير جوړونه يوازې د برش او رنګ معامله نه وي؛ بلكې د يو حساس مصور د زړه او دماغو نه يو اوچتېدونكى توپان وي، چې د نورو خارجي امكاناتو سره يو ځاى كېږي او تصوير جوړوي، يو مصور چې تصوير جوړوي؛ نو د يوې ډېرې اذيتناكې مرحلې نه تېرېږي. مصوري د ژوند هغو نازكو پرخو ته د رنګ په ژبه ژوند وركول دي، چې بله هېڅ ذريعه نه شي كولاى، چې دا هر څه د هټلر د تاريخي عكس پر خلاف عكس دى.
د يو مصور په توګه د هټلر پېژندل اوس هم له عقله لېرې ښكاري؛ خو كله چې په لندن، ټوكيو او ايران كې د هټلر نقاشي د نړيوالو په وړاندې كېښودل شوه؛ نو نړيوالو د هټلر تاريخ ته په كتو دا هېڅ نه منله، چې هغه سخت زړى انسان دومره حساس مصور و؛ خو وروسته د مصورۍ مورخينو دا تصديق كړه؛ ځكه په دې ټولو تصويرونو د هټلر ځانګړې امضاء (A. Hitler) نقش وه. د ويايان د ارټ او تاريخ دوو موْرخينو مگتررې او جوزفين كوډري رايې د ټولو نه مهمې وې، چې دوى هم دا تصديق وكړو، چې دا اّبي رنګه مجسمې د جرمني نازي ايډولف هيټلر دي.
د ايران په يو موزېم كې د هټلر د تصويرونو تصديق د موزېم ډايريكټر محمد رضا الجواهري كړى دى او ويې ويل، چې دا تصويرونه هټلر پخپله په جرمني كې د ايران سفير ته د تحفې په ډول وركړي وو. اروپايي موْرخينو هم ددې تصويرونو تصديق كړى دى. په ټوكيو كې په دې ورځو كې د هټلر د ژوند په هغو نازكو او لطيفو برخو يو فلم د (MAX) په نوم جوړ شوى دى، چې ورسره د هغه د اّبي رنګ تصويرونه هم كېښودل شوي دي. د جرمني ليډر د زندګۍ ددې اړخ سره خلك ډېره زياته علاقه ښيي. د فلم ډايريكټر مينو ميچز وايي، چې دا فلم د هټلر د زندګۍ هغه وخت په ګوته كوي، چې يو نوميالى مصور او نقاش جوړېدل دده يوازېنى خوب او ارزو وه. د يو ځوان مصور په توګه دا كوشش په ډېره ښه طريقه فلمايي شوى دى؛ ځكه خو كتارونه كتارونه خلك دده د تصويرونو د كتلو لپاره راځي او دا كار يې د ډېر داد مستحق بولي. د هټلر دا نرم او لطيف اړخ خو كه څه هم د رنګ په پرده كې پټ دى؛ خو دده د ژوند كيسه داسې وايي، چې مصور جوړېدل دده لويه ارزو وه، چې ددې ارمان د تكميل لپاره يې د ځوانۍ زرينې او خوږې ورځې په همدې كشمكش تېرې كړې.
د يو مصور جوړېدلو د خواهش اظهار يې په ديارلس كلنۍ كې د خپل ضدي پلار لايس هټلر په وړاندې وكړ، چې هټلر ته يې د نا اميدۍ نه سېوا هېڅ ورنه كړل؛ ځكه چې پلار يې د خپل ذهين زوى نه د بگر يو ښه كاريګر جوړول غوښتل. د پلار د داسې رويې نه تنګ شو او د تعليم د منځنۍ دورې له بشپړولو پرته يې ويايان ارټ اكيډمۍ ته د ورتلو مشوره او صلاح د خپلې مور سره وكړه.
د ويانا ارټ اكيډمي نه د مصورۍ زده كړه د ځوان هټلر لوى ارمان و، كله چې خپل دغه ارمان ډېر مجبور كړ؛ نو درې ځله دې اكيډمۍ ته د داخلې د امتحان لپاره ورغلو، چې دوه ځله ډېر بد ناكام شو؛ خو ددې ناكامۍ سره سره هټلر د رنګ او برش نه لاس وانه خيستو. په درېيم ځل كله چې هټلر د ويانا ارټ اكيډمۍ ډايركټر ته د انټرويو (مركې) لپاره ورغى؛ نو خپل تصويرونه او تصويري خاكې يې هم له ځانه سره يووړلې؛ ځكه چې دا ځل يې ډېر اميد و، چې د خپل ارمان تكميل به كوي؛ خو د قسمت د ظلم انتها ته ګوره، چې په اكېډمۍ كې ورته وويل شول، چې ځوانه! ته په اركټيكټ كې ښه يې او ته د ارټ كلاس پر ځاى سكولن اف اركيټيكچر كې داخله واخله. هټلر په دې خبره ډېر په غوسه شو او د ځان سره يې وويل، چې په دې زنګ وهلي بوډا كې د پوهېدلو قابليت نشته او خوند به داسې وكړي، چې دا اكيډمي د باروتو په غونډاري والوځوم.
هټلر د خپلې مور كلارا هټلر سره ډېر محبت كاوه، د مور د مرګ نه وروسته بيا ويانا ته لاړ او د پلار نه ورته پاتې لږه ډېره ذخيره يې هم په ختمېدو وه د مور مرګ ډېر يوازې كړى و، كله چې ويانا ته لاړ؛ نو هېڅ ورسره نه وو او همدلته يې د خپل ژوند پينځه ډېر مشكل او ستونزمن كلونه تېر كړل. په دې وخت كې دده د ټولې زندګۍ سرمايه يوازې رنګ او برش وو، ويانا په كوڅو كې به ټوله ورځ ګرځېده او د ژوند د حركت او خوځښت مشاهده به يې د رنګ په كېنوس باندې پرېښوده.
د هټلر په ټوله نقاشۍ كې هغه د بلډينګونو او خصوصاً د كليساګانو تصوير كښنه ډېره خوښېده؛ ځكه خو وايي، چې: "ما د عمارتونو منظركشي محسور كوي". دا وجه ده، چې د هټلر ډېر تصويرونه د عمارتونو دي.
د 1909 نه تر 1913 پورې هټلر دا پينځه كلونه د يو بشپړ مصور په توګه تېر كړل، د تصويرونو جوړول او بيا خرڅول د هغه د روزګار ذريعه وه. د اركيټيكچرل لېنډسكيپ سره د جزييانو رنګول د هغه د خوښې كار و