مقالي
د ترکيې د لږکيو پر بنسټ پالنه نړيوال ولې غلي دي؟
١_ ولس مشر بايد د ديموکراسۍ اقدارو ته په درنه سترګه وګوري اوپلي يې کړي.
ددې ستره موخه داده، چې د ترکيې ولس مشر بايد د اسلام او دين ټکی بېخي پر خوله رانه وړي او نه د تر کيې د اسلامي کولو هڅه وکړي او نه هم د مطلقې بې ډبې او بې چتې ازادۍ مخالف وي.
٢_ د ولس مشر مېرمن بايد محجبه نه وي!!
له پورتنيو غوښتنو سره د ترکيې فوځ هم همغږی دی له همدې کبله يې پر عبدالله ګل او رجب طيب اردوګان نيوکه وکړه، چې بايد ولس مشرۍ ته کانديدنشي؛ ځکه چې ددوی ښځې محجبې دي. د ټولټا کنو له مخه لا پر دوی دا نيوکه کېدله او سيکولر ګوند د لاريونونو په ترڅ کې دوه شعارونه ډېر ورکول، لومړی چې ترکيه سيکولر هيواد دی، عبدالله ګل او اردوګان غواړي، چې له پټو لارو ترکيه اسلامي کړي او دوهم شعار يې داو، چې رياست جمهوري او محجبې ښځې سره نه جوړيږي!! عجيبه خو داده، چې په خپله ديموکراتان او سيکولر خلک اوس د ديمو کراسۍ اصولوته هم غاړه نه ږدي، په لوی لاس د ديموکراسۍ اقدار؟ سپکوي؛ ځکه چې دوی همغه پراګماتيان (ګټه پالونکي) دي، چې د خپلې بې ډبې او بې چتې ازادۍ پر وړاندې هيڅ يو اصل ته هم نه دی قانع. په ار کې نړۍ د يوې سياسي دوه رنګی او منا فقت ښکار ده، چې د نړی ټول استکباري قوتونه يې _ چې په سرکې يې امريکا ده_ پر مخ بيايي. د٢٠٠٧ کال اوومې مياشتې پر دريمه بوش د هغه مالونو د کنګل کولو امر وکړ،چې د لبنان د خلکو په خير نه تماميږي، اشاره يې د حزب الله شېعه ګوند او نورو اسلامي ګوندونو پانګو ته وه، خو بل پلو خپله بوش عراق ته څومره خير ورساوو؟ بش پر خپل دغه منافقت غواړي لبنان ته هم د عراق په څېر خير؟ ورسوي. دا د استکباري قوتونو د مخکښ (بش) د منافقت ښکاره بېلګه ده، چې د هيوادونو د خير ښېګڼې تر سرليک لاندې د هغوی د فساد او تخريب چارې پر مخ بيايي او همدغه دورنګي ده ، چې يو اړخ ته طالب بنسټ پاله بولي او بل اړخ ته د ترکيې د بې دينه ګوند پر بنسټ پالنه سترګې پټوي.