سلامونه، خوږو او درنو لوستونکيو/ کتونکيو،
خدای پاک دې وکړي، چې ټول ملګري به روغ او سلامت وي. کيسه داسې ده، چې ما غوښتل په خپلې برېښنا پا ڼه کې د ( پکتيا پېژندنې ) لړۍ جاري وساتم. په دې موخه چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لوستونکي/ کتونکي ترې ګټه پورته کړي او مالومات ترې تر لاسه کړي. زه بريالۍ نشوم چې ټول مالومات  په بېله ځان راټول کړم ؛ نومې پرېکړه وکړه، چې له لوستونکيو مرسته وغواړم او هغوی که په دې برخه کې څه مالومات لري، راسره يې شريک کړي؛ لکه دمثال په توګه سيدکرم ته ولې سيدکرم وايي؟ يا ګردېز ته ولې ګردېز وايي؟ تاريخي شاليد يې څه دی؟ يا د مثال په توګه د مېرزکې خزانه څرنګه په نړۍ کې تر ټولو لويه خزانه وه، دلته دکوم مذهب خلک اوسېدل؟ او همداسې د سيمو په اړوند مالومات اوداسې نور... پرته  له  دې که په وس کې مو وي خپل ژوندليک، انځور سره دې کوم شعر يا نثرهم راولېږئ، يا مو که د پکتيا له کوم هنرمند، سندرغاړي يا کوم نوماند سره مرکه وکړه او داسې نور. که دا مالومات زموږپه پته راولېږۍ، موږ به يې دلته په همدې پاڼه کې پر کرښه کړو. له دې سره به يوه لوري ته د پکتيا په اړوند مالومات په ډاګه شي او بل لوري ته به فرهنګيان په خپلو منځوکې سره وپېژني. ستاسې دا کړنه به پر موږ؛ بلکه په ټولوپکتياوالو يو لوی احسان وي. په مينه اومننه.
ورور موـ محمدحنيف حيران
hanif_hairan@yahoo.com