شعرونه
هغه له موږ نه د ایمان ټیکه هم وغوښتله
غزل د مرحوم پلار میرات مشکات یې په رباب ورکړی
د روحاني په یاد کې مرثیه . ( ن دوست)
د ګلاب قتل (مرثيه) روحاني ځنې خبر شوې ؟ چا وژلى هغه ګل يې په سرو وينو لمبولى زه پوهېږم ، دا خبر منلى نه شئ د ګلاب قتل څوک کله شي منلى
د کاروان څلوریزه
د د خوږ ژبي شاعر پير محمدکاروان یوه خوږه څلوریزه مې په انځور کې درته پنځولې ده ، هیله ده خوښه شوې به وي .خپل نظرونه راته ولیکۍ . ستاسو ( ژوندون )
هروخت سي پرماباندي کڼه،ړنده،ګونګۍدنیا
د ګران او قدرمن ورور حاجي محمد نعیم یو په زړه پوري او له سوزه ډک شعر :
بې تا مې ژوند د ملنګي وګــــڼــــــه
غزل دا هم د ژوند يوه هستي وګڼه
د بارکوال میاخیل ښکلی غزل
یادونه :دا غزل نږدې ملګري او خوږ ژبې شاعر بارکوال میاخیل په میسینجر کې د چټینګ له لارې په فى البديهه توګه راته ویلې ده . زه یې هم کټ مټ ستاسو وړاندي را اخلم : ------------------------------------------------------------------------ که هر څو زموږ تر منځ دي، جګ- جګ غرونه اې ژوندونهومنه زما له خوانه سلامونه اې ژوندونهلا تر څو پورې به اوسو ما او تا په پردېسۍ کېراځه جوړ کړو زياتي ياره خپل کورونه اې ژوندونه که مو
د سونا مې په شا نتې
د سونا مې په شا نتې ------------------- د زړه په هسک کې مې د غم توري وريځي ګرځي له قهره ډکي برېښي او بيا ... نري دردونه لکه بريښنا ټوله بدن ريږ دوي !!! د يوې لويي فا جعې نښه ده د سونا مې په شانتي ګوره ظالمې !!! لږ مې د زړه په دنيا رحم وکړه کنه وو ډېري ارزو ګاني به شي کونډ کپوري
مینه د زړه وه زړه مې درکړ ...
ګرانو او خوږو وروڼو ، که تاسو خپل درانه نظرونه او وړاندیزونه د وبلاګ په دې برخه باندي ولیکی له ماسره به مو دراتلونکو ډیزاینونو په جوړولو کې مرسته کړې وي . ستاسو ورور او دوست عبدالله شاه ژوندون .
غزل ::: ژوندون
غزل مينه چې سترګو کې د يار ورکه شوه زما نه هم د ژوندون لار ورکه شوه هغه د نيا چې مې په خيال جوړه وه دا ستا د ميني په انکار ورکه شوه خاونده نورو نه يې مه ورکوې هغه متاع چې له ما خوار ورکه شوه
غزل
غزل
غزل ::: ژوندون
غزل د يار مينه که انګار دی خير دی خيردی زما زړګی که نا قراردی خير دی خير دی د وصال په شپه به خوب په ځان حرام کړم نن که غم په ما امبار دی خير دی خير دی
څلوریزه ::: ژوندون
څلوریزه مسجد ته نن زاهِد بيا د ګودر په لاره تېر شو
څلوریزه
څلوریزه د نړۍ د هيڅ قانون په وس کې نشته ددې عصر د پښتون په وس کې نشته څومره مینه چې زه تا سره کومه د لیلي او دمجنون په وس کې نشته &n
زه د خپل كلي خوار غريب د كلي خان ګڼمه
يادونه: لاندينۍ غزل مې د كوټي په خاټول ګل مشاعره كې اورولې . غزل زه د خپل كلي خوار غريب د كلي خان ګڼمه څوك چې مظلوم وي هغه هم لكه خپل ځان ګڼمهزه د جانان د كلي شپون سره شپېلۍ غږوم زې د كوڅې ماشومان هم واړه ياران ګڼمه چې د سپېځلي فرښتو په بدرګه ځي تر جنته پوريهغوى د هغې نړۍ ستر ستر اتلان ګڼمه چې د اولس درد يې په زړه كې اوسيزه د ولس هغه رښتيني واكمنان ګڼمهڅوك چي رښتينې مينه پالي ا
كاروان ::: انځورونو كې شعرونه
هيله ده تاسو ګرانو مينه والو ته په زړه پورې وي . ژوندون
ځلوريزه ::: ژوندون
ځلوريزه خاونده! زړه کې چې مې څه دي بې بقا یې مه کړېهغه چې زه ورپسې مرمه بیوفا یې مه کړېدا د روزګار پریکړې دي زموږ د وس خبره نه دههغه چې زموږ وس پرې رسیږي د بل چا یې مه کړې &nb
ځلوريزه
ځلوريزه د ژوندۍ میني مې په وړاندې جنازې تیریږيځکه شيبې د ژوندانه مې بې مزې تېريږي دا څو کلونه مې والله د چا په یاد تیرکړياوس یې هر یاد زما د زړه له دروازې تیریږي &nb
دحسنونو سوداګر
دحسنونو سوداګر د حسنونو سودا ګریم شرابي حسن په څو دیچې معیاریې خال اوخط وي کتابي حسن په څودی چې خوشحال یې هسي ستایي افتخار پرې شاعران کاد ترکانو د خوبانو ګلابي حسن په څو دی چې د سترګو په ښکلایې ټول عالم په مسیدو دید قفقاز دهسکو پیغلو عنابي حسن په څو دی چې عالم ورته سلام کا ښاپیرۍ ورته حیرانېدسلاویانو په وطن کی ارزاني حسن په څو دی نورستان په سر درو کې د هلمند رود شاو خوا تهد قندهار کلو بانډو کې نوراني حسن په څو دی د ښکلا او د
ګران نصرت الله الهام ته ډالۍ
الهامه! تا دې خدای ژوندی لريدرته د زړه خبره سپينه کوملرې به نه ځو نن سهار چې مې ته وليدلېماته دې څو کلونه وړاندې زلميتوب راياد کړزه چې هم ستا په څير زلمی وم نو همداسې اومهما به هم ستا په شانتهپه خپلې سکاڼې غنمرنګې څيرې ناز کولوکله نا کله به مې پټ په پټهزړه کې چا ښکلې سره راز کولوهاغه کيسې د هغې وخت سره په سيند لاهو شوېاوس موده ډېره تيرهبيا مې يو چا د زړه ګريوان څيرې کړيو ناليدلې ښکلاد تليفون په کرښهزما زړګی له سينې بوټ ايستلیپوهيږې!
شوخ نظر
داسې په شوخ نظر خو مه راگورههسې نه ستا د تورو سترگو له غبار ځنې الماس جوړ شيزما د زړه په شينکي فصل لکه تندر پريوځيبيا به مې زړه کې ستا د مينې کروندې باندې لمبې پورې کړيد کابل منډيي، سرای زرداد٢٠٠٦/١٢/٢٠
شرط
ما درته هر وخت ويلچې ستا فطري ښكلاد ښايستونو ميرهنو دې ته څه اړه يېچې په فطري ښكلا سرخي او سفيده ومږې؟تا به ويل چې ته په دې راز باندې نه پوهيږېدغه سرخي او سفيده د ښايستونو مجبوري وگڼهاو بيا دې دا هم ويلچې ته زما فطري ښكلا خوښوېزه به اوونۍ كې يوه ورځ ستا په خاطراو ستا په اند، فطري ښكلا كې راځمخو شرط يې دا دىچې به نورې ورځېما سره كار نه لرېاو ما دې شرط ومنهبيا مې هغې ورځې ته شپې شمارلېچې ته فطري ښكلا كې ما ته راشېهغه ورځ هم راغله
رياضت
كله چې ستا د مينې كلكې ريښېزما د زړه په ځمكه وغځېدېاو ستا د مينې فصل مې زړه كې وټوكېده.....د ليونيانو له پاچا نه مې دعا وغوښتهاو ستا د مينې د رياضت په ډاډ مې تا ته ويلدر سره مينه لرمته اول هيښه شولېبيا دې مهينې وروځيد تندي نيم اسمان ته ورسوېد څو شېبو لپاره، دې خپل باڼه په ځمكه ننه ايستلاو بيادې خپلې جادوگرې سترگېزما په سترگو كې راوگنډلېتا زما سترگو كې د مينې يو توپان وليدهما ويل چې تا به دا توپان خپلو څپو كې واخلياو په مهينو
راز
د کال اولې ورځې ستړې مه شې،دا راته وايه چې په خير خو راغلېخدای دې له ما سره ژوندۍ لرهدا ړومبی ځل نه دی چې ما باندې احسان کوېزما په ژوند دا اوه ديرشم ځل دی،چې خپله ښکلې څيره ما ته ښايېوايه کنه د کال اوږدو کې خو به،زما په څير چا ځورولې نه يې؟چا درته سپکې سپورې نه دي ويلي؟چا خو به تا نه نفرت نه وي کړی؟هو،ته به خبره نه يې،غواړم چې تا ته يو راز وسپړمهتير کال چې ته راتللې،ستا له راتلو نه فقط يو ورځ مخکېيو چا له ما ځنې نفرت کړی ويو چا له م
هوډ
بيگا مې هوډ کړی وچې زه به دا خپل نامراده زړگید چا په تشه خوله خندا باندې نور و نه بايلماو نه به چا ښکلې ته، خوږه موسکا وکړمبيگا مې هوډ کړی و چې به د تل لپاره زه د خپل ژوند له کتابد چا د نوم توري له بېخه باسماو بيا به هيڅ کله د چا ښکلې د نوم توري د زړه په ځمکه و نه کرمبيگا مې هوډ کړی و چې زه به نور د چا د نوم سره تړلی تعويض په غاړه نه گرځومځکه چې نوره عقيده مې باندې پاتې نه دهبيگا مې هوډ کړی و که هغه ښکلې مې په مخه راشي
زه لا هاغسې بندي يم
زه لا ماشوم اوم چې مې پلار له لاسه کلک نيولمويل يې ما سره زما په کار کې مرسته کوهځکه په تا باندې مې لاس سپک ويما به ليدل چې مې همځولي ډله ډله له مکتبه وروستهلېرې باغونو ته چکرله دروميما به له ځان سره په زړه کې ويلعجيبه نه ده چې له پلار سره په بند کې اوسمبيا به مې پلار ته ويلپلارجانه ما ته اجازه راکړه چې زه هم د همځولو په څېر، چيرته چکر ووهمخو راته پلار به ويل” زوی جانه هغوی بې غمه دي چې خوشې گرځيزما او ستا په تمه لس خولې د ډوډۍ پ