ملالى سترګى
دا دوه سترګى وى کۀ نه دوه صحيفى وى
کۀ نه يو قوم کښې دوه پيغمبران
دا دوه سترګى وى کۀ نه دوه فريشتى وى
کۀ نه دوه ښکلى معصومه ماشومان
دا دوه سترګى وى کۀ نه دوه جهانونه
کۀ نه دوه ښکلى جامونو کښې شراب
دا دوسترګى دوه دمينې مثالونه
دا دوه سترګى پۀ غزل کښې انتخاب
عبدالسلام سلام کراچۍ