غزل
زۀ د وخت دبهيدونکو لمحو شمار کؤوم لګيا يم
دا پۀ کومه لار کښې ناست يم انتظار کووم لګيا يم
ستا دمينې مې توبه کړه خو دا کوم جادو دى کړې
چې الفاظ د انکار وايم او اقرار کووم لګيايم
پۀ دى ښار دنا بيناؤ آيينی ويشم روان يم
زۀ به څو مره ګټه وکړم چې دا کار کووم لګيا يم
زۀ د ځان پۀ لټون ورک يم زۀ يو بل جهان ته تلی
چې دوخت واګې قابوکړم دغه زيار کووم لګيا يم
قافلی د محبت به پۀ دى لار يوځلى راشې
ګلپاشى ځکه سلامه پۀ دى لار کووم لګيا يم
عبدالسلام سلام کراچۍ
22.02.2008
- ظفرساپی کریمي
ملالى سترګى
دا دوه سترګى وى کۀ نه دوه صحيفى وى
کۀ نه يو قوم کښې دوه پيغمبران
دا دوه سترګى وى کۀ نه دوه فريشتى وى
کۀ نه دوه ښکلى معصومه ماشومان
دا دوه سترګى وى کۀ نه دوه جهانونه
کۀ نه دوه ښکلى جامونو کښې شراب
دا دوسترګى دوه دمينې مثالونه
دا دوه سترګى پۀ غزل کښې انتخاب &...
26.02.2008
- ظفرساپی کریمي
غــــــــــــــــزل
دخپل قام وطن پۀ ننګ قربانيدی شوددشمن ګولۍ پخپله سينه وړی شو
که منزل دتورو غرونونه فنا ویمونږد لوړوغرونوخلک يوختی شو
خسمانه چې ئې دزړه په وينوکيږیمونږ په هغه سروګلونوشماريدی شو
ستاد مکراښکې ماته منظور نه دیپخپل غم باندې پخپله ژړيدی شو
ستا د لاس دراکولو حاجت نشتهمونږپخپل همت منزل ته رسيدی شو
څنګ ا...