څـــــــــــپیړه
طاهراپریدی
داد نعيم الله داسپتال نه دراتلو دريمه ورځ وه ـ اودې درې ورځو کښې دهغۀ صحت دومره ښۀ شوې وۀ چې هغۀ نه اوس دا هم هېروو چې پۀ هغۀ داسې کومه "سسړوکه" راغلې وه چې ترڅوهغه پۀ ځان پوهېدو نوهغه تراسپتال رسېدلى وۀ ـ اسپتال کښې دډاکټرانو ښې توجه، غوره دوايانواوکورنۍ خسمانۍ هغه ددې جوګه کړو چې هغه پخپله داسپتالى کټ نه پاڅېږى او پۀ پخپلوپښوداسپتال نه بهرترخپل موټرلاړ شى .... اوس دهغۀ پۀ ځان پوره باور وۀچې بهرلرې لرې پېدل اودچا مددګارنه سېواهم هغه ښۀ ډېرساعت پورې ګرځېدلى شى ـ خودډاکټرانو دهدايت اودکوروالا دسختۍ ترمخه هغۀ دپاره يوڅو ورځې نورهم ارام ضرورى وۀ ــ اوهم ددې هداياتوله سببه هغۀ پۀ صفا سوترابستريوغټ بالښت ته ډډه وهلې وه اوډېرپۀ سکونى حالت کښې ئې پښې غزولې نيم پروت نيم ناست وۀ اوپاس چت ته ئې داسې کتل لکه پۀ چت دهغۀدتېرژوند يوه لويه نقشه غوړېدلې وى ـــ اوهغۀ دې نقشه کښې دخپل ژونددکږووږولارولټون کولوـ دغه لارې ټولې دماضى لارې وې اوهغه دماضى پۀ دغولاروروروروان شو ــ
لږ ساعت وړاندې دهغۀ دکورنۍ خاص ډاکټرراغلې وۀ اودهغۀ دسينې او دنوؤ کړى شوؤټېسټونو درپوټونومعائنه کولونه پس ئې هغۀ ته دښۀ صحت مبارکى ورکړې وه اودڅۀ مخصوصوداروپۀباقاعده توګه دخوراک جارى ساتلو وېنا اوتاکيد ئې هم ورته کړې وۀ ــ
دډاکټردتلونه پس دهغۀ خپل ټبراودهغۀ کشره اننګوردواړۀ پۀ يوځائى راغلې ښځه ئې سرسره جوښته او ننګور ئې هم يوخوا ؤد رېده او خپل سخرته ئې سلام ؤکړو ـ" څنګه حال دى" هغۀ دټوکې پۀ توګه اننګورته ؤوې ـ"ستا خپل حال څنګه دى؟ بيا هم نورډېرسګرټ اوڅخه ـ اونور ډېر..."دښځې خبره کښې دهمدردۍ ډک طنز ګډ وۀ ــ"با با جى" کشرې اننګور ئې لکه دحالت پۀ نزاکت پوهه شوې وى ـ نوزر ئې پۀ خبره کښې راټوپ کړل اوخپل سخر ته ئې ؤوې ـ"بابا جى دنسرين لوردې ټېليفون راغلې وۀ ستا تپوس ئې کولو" او دې خبرې سره ئې دډاکټر تجويزشوؤدارونه يوه کاشوغه ډکه کړه اودنعيم الله ترشونډو ئې نزدې کړه ـ او نعيم الله هغه کاشوغه دارو پۀ يو غړپ تېرکړۀ اواننګورئې مشينى انداز کښې پۀ يو تک سپين بلورى ګلاس کښې سپينې صفا (منرل واټر) اوبۀ راواخستلې اونعيم الله ترېنه يو دوه ګوټه ؤڅښل ـ اوپۀ شونډو ئې ژبه راښکله خو اننګورئې ورته زر دبالښت سره پرته ورکوټې اوسپينه توليه راواخستله او دهغۀ لاس کښې ئې ورکړه او نعيم الله پۀ شونډو داسې پۀ مزه هغه توليه راښکله لکه دتېروخت يو ګلاس ئې راياد شوې وى ــ
"بابا! نسرين درته دمڼودجوسو دا سرپوخ بوتل هم رالېږلى دى ـ هن دا يو ګلاس ترېنه پۀ قلار قلار رورو ګوټ کړه ــ"
اننګور ئې دهغۀ دوادۀ شوې لورد مخه رالېږلى دبهرنىملک دمڼودجوسو دبو تل نه پټۍ لرې کړه اويو ګلاس ئې ترېنه ډک کړواو بيا ئې دفرېج نه پۀ يو لوښى کښى دسپينې واورې څو ټکړې پۀ ګلاس کښې واچولې اودخپل سخر څنګ ته ورکوټى مېز باندې ئې ګلاس کېښودو ــ
اواوس نعيم الله دجوسودګلاس نه يويوګوټ کولواوډېرپۀ مطمئېن حال کښې ئې دکمرې پۀ چت دخپل ماضى دژوند پۀ نقشه کښې ئې خپلې کږې وږې لارې او تصويرونوته کتل ــ دهغۀ دماضى يادونه دهغۀ دماشومتوب نه راروان ووـ خو دماشومتوب دهغه وخت د يادونوپۀ تصويرونو څۀ داسې خړ ګردونه پرېوتى وو چې نعيم الله ته ديادونو پۀ دغه آئينه کښې ښکارېدونکى دغه تصويرونه صفا او واضح نۀ ښکارېدل ـ ولې بيا هم دې خړوګرد وهلوديادونو تصويرونوکښې هغۀ ته دوه داسې تصويرونه يا شکلونه ښکارېدل،يادېدل چې پۀ يودهغۀ داحمداوپۀ بل ئې دستارې ګمان کېدو ـــ
اوچې هغه دماشومتوب دتصويرونوپۀ مېنځ کښې پۀ وړووړو قدمونوتر هلکوالى راغلونودماضى دتصويرونودآئينې نه څۀډېرګردونه صفاشولو او هغۀ ته داحمد شکل ښۀواضح ښکاره شواوستاره!نوستاره خوستاره وه....... .
دوئې به چې ورکوټوالى کښې لوبې کولې نوستاره به داحمدسره پۀ لوبوډېره خوشحالېد له ـ اوپۀ دې سبب به نعيم ته غصه ورتلله اوهغۀ به څۀ داسې پۀ ټګۍ يوه بانه جوړه کړه اوداحمد سره به خامخا پۀ جګړه شوــ دهغۀ به دا کوشش وۀ چې دستاره او احمد سره دغه لوبه ورانه کړى ـــ لوبه به ورانه شوله احمد به غصه اوستاره به خفه کورونوته روان شول ــ اونعيم به دشونډوپه سر داسې مسکى شو لکه څوک زورور دچا کمزورى کس تاج محل وران کړى ــ خواحمداوستاره به تلوتلو کښې يو بل ته داسې حسرتى اندازکښې ؤکتل لکه يو بل ته سترګو سترګو کښې وائى ــ
"خدائى به رقيب دمېنځه ورک کړى"
خورقيب دمېنځه دورکېدوپۀځائى دژوندپۀيوداسې لوړمقام ؤدرېدوچې ستاره دهغۀ څنګ سره راټوله ولاړه وه اوداحمد هيڅ پته درک نۀ لږېدل ــ
ځوانى وه اودځوانۍ ټول خوندونه لذتونه وواونعيم الله دژونددنشونه د شرابودګوټونوپۀصورت کښې ګوټونه اخستل ـ نشه زياتېدله اومستۍ پښې غزولې دورکوټىنه ورکوټى خواهش تکميل به هم هغه ساعت کېدوــــ ستورى سپوږمۍ، سپرلى کلۍ ګلونه اودژوند ټول آسائشونه به دنعيم الله پۀ قدمونه کښې پراتۀ ووـ او دهغۀ دتکبر، غروراورمېږ به پۀ دې هرڅۀ هره نوې ورځ لوړېدو ــ نعيم ډېرې کلۍ، ګلونه به خپلوقدمونولاندې چيخړى کړل اوډېرې کلۍ، ګلو نه به ئې دخپلې غاړې هارونه کړل، دخيالى او تصوراتى اسمان ډېر ستورى به ئې زرې زرې کړل ــــ ډېرې څو ار لسمې سپوږمۍ به ئې دهوس پۀ تندرنيولې دتيارو ته ګزار کړې اودډېرو سپينو سپوږمو پۀ مهينه رڼا کښې به ټوله شپه مشغولېدو ـ هغۀ دډېرو سپرلونه خوندونه اخستى وواوډېر سپرلى ئې دخزان تودو بادونو او تودو سيلوته سپارلى وواو هغۀ دډېرو ژوندون ښائسته کړى وۀ اوهم ددومره د ډېرو ژوندنو ژوند ئې د مرګ پۀ ځنځيرونو تړلى وۀ ـــــ
نعيم دابتدائې سفرنه ترځوانۍ او بيا ترسنجيده عمر پورې راؤرسېدوــــ لږه ساه ئې واخستله اوبيا ئې دکټ سره څنګ ته ايښى يوورکوټى مېز باندې رکېبۍ کښې پرتې تکوسروتازه مڼونه يوه تکه سره مڼه رااوچته کړله اوپۀ تکه سپينه فولادى چاړۀ ئې ترېنه يوه ترازه پرېکړه او پۀ قلار ئې دسپينو غاښونو مېنځ کښې ؤنيو,او داسې زور ئې ورکړو لکه ...….. تکه سره مڼه !
اوهغۀ ته راياد شو چې دعمرنيمائى اوسنجيده دورکښې هم هغۀ دلېونۍ ځوانۍ حرکتونه کول ــ هغۀ پۀ دې عمرکښې دډېروتکوسرومڼونه دزرو دزور پۀ چاقو داسې ترازې غوڅې کړې وې چې بيا هغه مڼې دنور چادښې هم نۀ وې پاتې شوې ـ
"ستاهغه سرخوړلى يارستا تپوس ته راغلى وۀ ـ" دهغۀ ښځه راغله اونعيم ته ئې پۀ طنزانداز کښې ؤوې
"کوم سرخوړلى يار؟ زۀ به دې پوهه کړى ؤم کنه ــ" نعيم ترېنه تپوس ؤکړوـ
"هغه يوخو دى چې هروخت لکه دسېورى درسره مل وى ـ هغه عبدالجبار درته يادؤم ـ هغه راغلى وۀ خوتۀ هغه وخت اودۀ وې ـ ځان سره ئې دتازه قندهارى انګورانو يوه غټه پېټۍ هم راوړې ده ؤئيل ئې چې زۀ بۀ سبا راشم اوس مې تادى ده ـ" ښځې ئې ټوله خبره غاښ چيچلې اندازکښې ؤکړه ـ لکه هغه دعبدالجبار پۀ دوستۍ هيڅ کله خوشحاله نۀ وى ــ او پۀ يوپلېټ راخستې دتازه غټو انګورانو يوه لويه ګچه ئې راوړه او دنعيم الله څنګ ته مېز باندې ئې کېښودله ـ نعيم الله يونظردانګورانوغټې ګچې ته ؤکتل اوبيا دماضى پۀ لور ئې مخ واړولوـــ
دا دماضى قريب دور وۀ.....
عبدالجباراو نعيم دواړه به هرمازيګرنه ترماسخوتن ناوخته پورې پۀ يوه مخصوصه کمره کښې ناست وواوپۀ مخه کښې به ورته يوډېرښکلى قيمتى مېز باندې ديودنګې صراحى شان غاړه بوتل سره دوه هم رنګ ګلاسونه اوپۀ يو پلېټ کښې به دموم پلو او بادامونمکينې دانې پرتې وې ـ ورسره به پۀ يو بل پلېټ کښې تازه غټ قندهارى انګور هم ايښى شوى ووـ او هغوئې دواړو به دنرى نرى ګوټ کولونه پس دنمکينوبادامويا موم پلونه اوکله کله د انګورونه يوه دانه خلوته واچوله ـــــــ اوبيا به ئې دلېونۍ مستۍ ځوانۍ او د اولنى سنجيده عمر دحرکتونو ديادونونه داسې لطف خونداخستولکه اوس پۀ دې ځوړند شوى عمر کښې هم هغه دواړه پۀ هم هغه نشه ايزه دائره يا حلقه کښې دمستۍ څرخندى اړوى ــ
"يره عبدالجبارخانه! موده ډېره تېره شوه اوډېره به تېره شى ـ پۀ ژوند او ځوانۍ کښې موډېر څۀ کړى خوباورؤکړه چې زما هغه کچه جينۍ نۀ هيره ده او نۀ به مې هېره شى ـ کومه چې خپلې مورپۀ خپلولاسونوزما ديوې شپې د پاره سينګار کړې وه ـ هغه کلۍ چې لاپرې سم دپېغلتوب باد هم نۀ وؤ لږېدلى _" نعيم ګلاس اوچت کړويوګوټ ئې ترېنه ؤکړو اودبادام يوه دانه ئې تېزو غاښونوکښې ؤنيوله اوداسې زورئې ورکړولکه دهغه وخت کچه سرې مڼې شان وجود ئې ترازه ترازه کړى وى ـ هغۀ پۀ شونډوژبه راښکله اودنشې پۀ ترنګ کښې ئې پۀ ډډ غږ خبره ؤکړه ـ"اوعبدالجبارخانه!هرکله چې هغه کلۍ ماسره زماموټرکښې کښېناستله او ما دهغې ديوې شپې قيمت دهغې بدبختې مورته دسرونوټونوديوې بنډلې پۀ شکل کښې ورکړونوما دهغې بد بختې پۀ سترګوکښې داسې راڼۀ پړقېدو نکى ستورى ؤليدل چې زړۀ کښې مې راغله چې کلۍ ته ؤوايم چى " لعنت پۀ تااوستا پۀ دغه دلالې مورشه چې نوټونه اخلى نودا دمکارۍ ستورى څله پۀ سترګو کښې پړقوى "
"خو"هغه خبره نوره هم وغزوله"دهغه کلۍ دلالې مورته دنوټونو اوما ته دکلۍ دوجود ضرورت وۀ ـ اوضرورت دهرجابراو مجبورغوښتنه وى اوهم دغې ضرورت دپاره بنده هرڅۀ کولو ته تيارېږى "
نعيم خبره پوره کړه اوغوږونوته ئې لاسونه يوړل ـ"توبه مې دې وى توبه...........ــــ"ـ
هغۀ عبدالجبارته داسې فخريه اندازکښې ؤکتل اوخالى ګلاس ئې يوځل بيا دصراحې شان اوچتې غړانګې غوندې بوتل نه ډک کړو ــ اوبيا دواړه پۀ يو ځائ داسې مسکى شو اويو بل ته ئې داسې ؤکتل لکه اوس به عبدالجبا ر هم دهغه وخت خپله يوه زړه پوری قيصه بيانوى ــــــــ
هغۀ دعبدالجباردلورى راغلوتازه قندهارى انګورونه يوه غټه دانه اوچته کړه اوخلې ته ئې ګزارکړه ــ اودماضى پۀ لوريوځل بيا روان شوـ خولا ئۍ يو قدم هم پۀ بېرته نۀ وۀ اخستى چې دعبدالجباردلورى راغلوانګوروهغه دانه ئې دزړۀ پۀ سردسرې سکروټې غوندې ښخه شوله اوهغه يوه داسې چغه ؤکړه لکه دهغه کچه اودنېستۍ پۀ خاوروخړې کلۍ او دهغې دموراسويلى ايله اوس ترعرشه رسېدلى وى ـ
دهغۀ دچغې سره دهغۀ ښځې هم خپله کړيکه ملګرې کړه او خپل زوئې او کشرې اننګورته ئې غږ کړو ـ اوهغه ټول پۀ يوه منډه راغلل اودهغۀ دکټ نه چاپېره ؤدرېدل اودهغۀ کشرې اننګورسمدستى دډاکټرښودلى،تجويزکړى شوى دارو يوه کاشوغه ډکه کړه اودهغۀ پۀ خله کښې ؤڅڅوله اودې سره زوئې ئې ديو ورکوټى ډبى سربېرته کړواو يوه وړه غوندې سپينه ګولۍ ئې راواخستله او دهغۀ دژپې لاندې ئې کښېښودله ـــ
او نعيم الله چې دماضى دستړى سفرنه دحال ترمنزل راؤرسېدلونو دمستقبل پۀ لورئې ارمانى شان ؤکتل ـ خو هغۀ ته مستقبل دتوروتياروډېر ژورسمندر ښکاره شو..... دتيارو ژوراو ناپاياوه سمندر،چې دهغۀ طمع حرص،هوس او امېدونه دهغۀ سره ټول پکښې پۀ يو ځائ ډوب شوى وو ـ ــــ
کراچۍ 10-08-07