د زیړو ګلو باغ ته په ټوپو ټوپو ورځم
د زړه د باغچې ګل مې په منګولو کې راوړم
شمله به د ښکلاوو سر تر پایه شي رنګینه
ځولۍ ځولۍ رنګونه په ځونډیو کې ټومبم
د مینې په ثنا به د ښایست حرم کړم فتح
خوږه خوږه خولګۍ به د سرو شونډو ورلیږم
کمال مې را نیولی د بوډۍ د ټال له سیمې
له پورې وورې غرونو به مې غیږه تاووم
د هیلو ستر جانان ته مې زارۍ دي پرې لیکلې
زرغونه دروازه په لوړ افق کې دروم
کاروان د ښکلاګانو راته داسې ژمنه کړې
د وړانګو په منګولو کې به دا سمه او غر ږدم
د ژوند نغمې به اخلو د کوترو له تبراکه
د سولې ننواتې د ماشو ګوتو ته وړم
د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت
21.09.2008
- ahmadi
د آرمانونو په ګلونو روژه ماتی کړمه زه په رنګه رنګه سوچونو روژه ماتی کړمه
چې د خندا نصیب مې کور ته راشيزه د زاریو په څاښتونو روژه ماتی کړمه
چې د ټوپک ځای شي قلم ته میراثرب ته د عجز په نفلونو روژه ماتی کړمه
چې د ډیوو په زړه کې لاره وکړمد تږو هیلو په خالونو روژه ماتی کړمه
د ویاړ له تږو لېمو اوښکې څاڅي د ورکو وړانګو په آهونو روژه ماتی کړمه
خدایه چې کله به ترې لاس کړم را تاوهمیش د سولې په یادونو روژه ماتی کړمه...
29.09.2008
- ahmadi
د وردګو د کلتوري یون مشرتابه پلاوی ټولو افغانانو، د دې متن ګرانو لوستونکو او د ګرد اسلامي امت وګړو ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له امله د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای (ج) له دربار څخه هیله من یو چې د ژوند دغه مبارکې او رنګینې لحظې د خوښۍ سولې، امن او سوکالۍ په شیبو کې تیرې کړی. همدارنګه هیله من یو چې لوی خدای ( ج) د ټولو مومنانو لمونځونه، روژې او عبادتونه پخپل دربار کې قبول او تاسو ټول د حاجیانو او غازیانو له ډلې څخه حساب کړي.راځی ټول په ی...