حلق مې وچ شوی دی د ورکو څاڅکو لار لټوي
وریځو ته ژاړم، منګول پورته د آسمان په لټون
ماته نصیب د ژوندون داسې شاړه برخه راکړه
چې تور او سپین را څخه هیر دي د زمان په لټون
زه یې د غم په سوداګرو یم ارزان  پلورلی
خلاصونه تاته مې سلام دی د ارمان په لټون
زما دوسیه یې د مرګي قاضي ته بیا ور وړې
ژوندونه راشه زه دې غواړم د سبحان په لټون
د امتحان لومې را تاو شوې  له تنکیو زلفو
امید په وچو شونډو ګام کیښود د ګران په لټون
مرګ دې په مرګ وي په نړۍ کې یې یو زه لیدلی
رڼا مې خوښه ده، سبا یم، د انسان په لټون