زه لښكر د عجائبو د خپل خيال په ټال كې وينم
حكمتونه دحيرت او د كمال په ټال كې وينم
په څه شان يې درولى دى نظام د كائناتو
صدقه  له ذولجلال شم له عالي لوړو صفاتو
د آسمان چتر ولاړ دى بې له ستنو په هيبت
او په ځمكه يې ميخ كړي دي جګ غرونه دګوربت
د فضا په پلوشو كې يې دى د ژوند بهير ساتلى
او په تل د ښكلې ځمكې يې د پند بهير ساتلى
غوړيدلى لمر راليږي سپينې وړانګې له ختيځ
لاس راتاو له لوړو څوكو كړي په مينه هر ګهيځ
د تورتم په تور ماښام كې ناڅاپي سپوږمى څرګند كړي
چې رڼا يې له ښكلاوو سره بيل كيف او خوند كړي
شپه د خوب په بستره كې را نازله كړي دنيا ته
د آرام بړستن خوره كړي د ژوندون ستړې معما ته
سهار سپين پړونى راوړي د خوښيو ښاپيرۍ ته
په حكمت سره يې پوښي لوى خاوند ښكلې نړۍ ته