شعرونه
ویر
په بې رحمه یو بل وژنو ټول د جنګ په ویر اخته یو
د ښکلاوو په اسلام کې ځان شریک ګڼو عالمه
د همت څلي مو لویږي د فرهنګ په ویر اخته یو
د اخلاقو کډې بار دي د سلوکو زیور مړ دی
سمه غر مو په سلګو دي د کړنګ په ویر اخته یو
ډلې ډلې خلک لیږو بې پروا د مرګي خولې ته
موږ د ویر، ژړا او وینو د سره رنګ په ویر اخته یو
له ګلشن څخه ګلونه پریکوو په خپلو ګوتو
د مرسل، ګلاب، شبو، نرګس، لونګ په ویر اخته یو
د ښکلا د کاروانونو مخ ته لوی پاټک ولاړ دي
د تریاکو، د کوکنارو او د بنګ په ویر اخته یو
د ژوندون له دایرې باسو په زرګونو نر او ښځې
د غم داسې یوه صحنه ده څنګ په څنګ په ویر اخته یو
د ښکلا د نړۍ لیست کې زما نوم ته مکان نشته
خدایه موږ ولې د مینې د قلنګ په ویر اخته یو؟