دلته ژوند هسې یو نوم دی
دلته ځمکه فضا مړه ده
دلته واک د بدرنګیو
دلته هره ښکلا مړه ده
دلته تور خزان ټولواک دی
ها د وړانګو خندا مړه ده
دلته هر سهار په غم دی
دلته سپینه رڼا مړه ده
دلته مرګ او ویر یو ځای دي
د سرو شونډو موسکا مړه ده
بس ژړا، اوښکې افسوس دی
د خوښیو معما مړه ده
یو بل کلک ولو په ډه ډه
واخ د رحم کیمیا مړه ده
د مرګونو تل ته درومو
د ویاړونو لیلا مړه ده
د لوی غم غبار پرې خوځي
په دې څوکو هما مړه ده
هر یو کور دی د ویر لاس کې
د ګلونو صحرا مړه ده
د بشر له وس ده تیره
ننواتې پخلا مړه ده
هر یو ویاړ کوي په وینو
د ژوندیو اروا مړه ده
زړونه وچې وچې پرښې
نرمې نشته ځلا مړه ده
موږ محشر تر لاس نیولی
دلته سوله صفا مړه ده
د سولې دنړیوالې ورځې په مناسبت
07.09.2008
- ahmadi
ما لامال چې دا وګړي په سكون شيسر تر پايه ملبس په ښه قانون شيد خوږو خوږو اخلاقو باران وشيګډ په مينه د خوښيو د لاريون شيهر عمل يې د وياړونو سره مل ويد رڼا په وړانګو ګډ يې ټول ژوندون شيد پوهنې څرك په دې خوا كړي رامنډېبيا د لمر سره ملګرى تياره يون شيخوږ شربت د پلوشو پريمانه وركړيځينې ورك د تورتمونو تور بيلتون شيد سپيڅلو ولولو كاروان خوځيږيبيا يې مخه د ښكلاوو په سمون شيلويه خدايه ستا كرم ته انتظار يوبيا به كله محبت دلته راستون شي...
21.09.2008
- ahmadi
که ستا د ګلابي رخسار یوه مچو زما د تږو شونډو له سپرو سپیرو پوټکو سره یو ځای شي او هغه ته د سهار د غوړیدلي ګلاب رنګ ورکړي نو آیا کومه ټکه به را ولویږي؟
که ستا د حسن پلوشې زما د هیلو څرګ ته داسې رنګینه پګړۍ په سر کړي چې ډیر ژر ژر د دې تیاره غرونو او رغونو په هره هسکه او ژوره باندې د خپلو وړانګو لمڅي هوار کړي نو آیا په دې کې څه تاوان دی؟
که ستا د ښایستونو وړانګیز بوراق د خپلو نوراني برکاتو لړۍ زما د خیال د سوې او ویجاړې نړۍ تر چاردیوالونو را تاو کړي نو آیا ستا د خی...