ما لامال چې دا وګړي په سكون شي
سر تر پايه ملبس په ښه قانون شي
د خوږو خوږو اخلاقو باران وشي
ګډ په مينه د خوښيو د لاريون شي
هر عمل يې د وياړونو سره مل وي
د رڼا په وړانګو ګډ يې ټول ژوندون شي
د پوهنې څرك په دې خوا كړي رامنډې
بيا د لمر سره ملګرى تياره يون شي
خوږ شربت د پلوشو پريمانه وركړي
ځينې ورك د تورتمونو تور بيلتون شي
د سپيڅلو ولولو كاروان خوځيږي
بيا يې مخه د ښكلاوو په سمون شي
لويه خدايه ستا كرم ته انتظار يو
بيا به كله محبت دلته راستون شي