شعرونه
په څو دی؟
لاس په نام درته ولاړ یم محرابي حسن په څو دی؟
په دې لویو ټاپو وزمو کې تری تم شو جانانه
د ښایست معماره وایه عقابي حسن په څو دی؟
چې امیل یې کړم د غاړې تور وربل ته سپین پړونی
د پۍ مخو، سپینو وړانګو حجابي حسن په څو دی؟
د خوږو، ترخو یادونو کتابونه پسې ګورم
ما په خپله دی ورک کړی شهابي حسن په څو دی؟
له سندرو سره یو ځای به چې شنې کوترې راغلې
خدایه پاس د آسمان زړه کې نیلابي حسن په څو دی؟
د امید په سرو غوټیو د تورتم خنجر خښ شوی
له یوه څرک سره خاونده مهتابي حسن په څو دی؟
۲۵ چنګاښ ۱۳۸۷ هجري لمریز ۱۵ جولای ۲۰۰۸ میلادي