بوره، وراره،  مروره له دې ښاره چیرې تللې
بیا د ژوند په دکان نشته له بازاره چیرې تللې
د دې بخت یاري یې پریښوه چې وو نوی زیږیدلی
د ځیګر ملنګ له سیمې او دیداره  چیرې تللې
هر یو ګل کچکول په لاس کې هر بلبل ورپسې ژاړي
له دې تش، سپيره، ټپي، ټپي  ګلزاره چیرې تللې
په خندا کې یې څرک نشته له ژړاوو مرووره
د دې تږو اسویلیو له کناره چیرې تللې
له ګورګرو نه خفه ده په نښتر یې نظر نه شي
د مڼې په خوا کې ورکه له اناره چیرې تللې
 د خمار وږمې  دي تشې د نارنج له خوږو عطرو
د بادام په شاخ کې نشته له چناره چیرې تللې
له سنځلو تښتیدلې  د ریدي پګړۍ خالي ده
د عنابو د ګلونو له رخساره چیرې تللې
ټول د اوښکو په منګول کې ها یاغي کوتره غواړو
هلمندونه پسې تږي له کنداره چیرې تللې