شعرونه
ايډيال
د آرمان زړي مې د زړه پر ځمکهکلونه وشول چې د چا ښکلې په نوم شيندلياو وخت په وخت مې پرې د اوښکو بارانونه کړيخو لا يې تېغ چېرته وهلی نه دیدا کوم هوښيار سړي رښتيا ويليچې په مالگينو اوبو فصل نه شينو څه موده به کيږيچې زه د اوښکو د څڅوبي پر ځاید خيال مويک راواخلمانځورومه د چا ښکلې تصويروختونه اوړي او زما د تخيل غيږې تهخپله ځولۍ کې تصويرونه راوړيد چا ښايست له ټول رنگونه راوړيزه تصويرونو ته په ځير گورمښه په دقت ښه په تدبير گورمزما ايډيال يې ت
زموږ کلی
ډېره موده وشولهچې ” برکنډو“ باندې د وريځو لړې نه ښکاريږياو د خوړ غاړو کې رېدي راټوکېدلي نه دي ډېره موده وشولهد ” غره زيارت “ ته خلک نه ورخيژېوايي روسانو يې په لارو کې بمونه ايښيچې کليوالو به ثواب لپارهپه لپو لپو ترينه وڅښې اوبههغه ” بزرگه چينه “ اوس وچه ده ډېره موده وشولهچې د گودر لارې مو شړې پرتېځکه زموږ کليوال چېرته په کډه تلليپه بيرته بيا نه راغلل ښه مې په ياد ديد مکتب ها گلالو وړو بهد الفبا سندرهپه ازانگو
شاعرانه فطرت
ښايي زما شاعرانه فطرت کېله زمانو راهيسېد ښايستونو خالقد مينې کر کړې ويشايد همداسې به ويچې مې د زړه په ځمکهد نفرتونو تخم نه شين کيږياو مينه تل په کې ښېرازه اوسيځکه په نيمه خوله خندا باندې ټول زړه وبايلم
ته مې په خوب ليدلې
ته مې په خوب ليدلېپر افغاني گڼ دې د سپينو روپوټل داسې مزه کوله،لکه د هسک لمن کې ټل ټل وي د سپينو ستوروته مې په خوب ليدلېلکه زيړی مازيگر،د څو شېبو لپاره،پر کاييناتو ښکلا وشيندي په منډه تير شيته مې په خوب ليدلېستا د ښکالو ترنم،زما په زړه کې نرۍ لاره وکړياو بنگړو شرنگا دې لپو نه سندرې شينديته مې په خوب ليدلېپه تور پوړني کې دې سپينې ليچې داسې نغښتې،لکه د اوږد جنگ له سوبې وروسته،سپاهي تيکې ته توره تيره کانديته مې په خوب ليدلېد لوی شکس
يو بيت
داسې خو مه وايه چې نه به گورمځکه چې دا کرښه زموږ په منځ کېد ښايستونو خالق نه ده ويستېنو داسې مه وايه چې نه به گورمزه به ورگورم که روژه وي که اختر که براتځکه چې دا ښکلي زما د غزل توري دييو بيت جوړوي ٢٠٠٠/١/٧
وروستۍ ټپه
زما د زړه دره کې ستا د يادونو څلید يو شهيد آرمان په څير ولاړ دیاو ستا د خولې وروستۍ ټپه په آزانگو اړويتا ته به ياد وي که نه؟ما درته څه په هنرمندو گوتود سرو او شنو مريو پوښ کې وه رجړومه جوړهاود هيندارې په کونجونو کې مېد خپل نامه توري يو، يو وکرلما ويل چې ته کله کجل پورې کړېنو په ليمو کې به دې وغړيږماو که هيندارې کې تصوير ته گورېستا له تصوير نه به راوټوکيږمداسې به تا سره د مينې په تار ځان وتړمخو داسې کله وشولاو ما نه کله هير دي
د امان الله ساهو په مړينه
دا څه ټکه راپريوتې دا څه ټکه راوپريوتېچې د سر سړي مو وينېڅنگه ژر يې رانه واخليدا څه ټکه راپريوتېد يو غم فصل مو زړونو کې پوخ نه وي بل راشين شيدا څه ټکه راپريوتېچې د سر سيوری پيدا کړوعزرائيل يې په وزرونو کې راټول کړيدا څه ټکه راپريوتېد ” ساهو“ گلونو پاڼېد ” پسرلي “ په غيږ کې زمولي ١٩٩٨/٧/١٥
د اسحاق ننگيال په مړينه
غر او آس يو غر راونړيدههغه دنگ غر چې آسمانڅکو ته يې لاس غځيدهلکه د طور په څير ذره ذره شو****يو آس له پښو ولويدههغه سپين آس چې په يو گام کې به تر ليرې، ليرې ورسيده
له سرو سترگو تر سرو سترگو
پرون چې ما په آيينه کې کتل راته کيسې د ماشومتوب ياديدېزه به په چيغو چيغو کورته راغلممورجانې زه به ستا و لور ته راغلمزما به سترگې وې له خاور ډکېهم به مې سر و له گردونو نه ډکتا به نارې کړې چې قربان دې شمهبيا دې له چا پره شوخي کړې دهتا به د خپل پوړني پيڅکي باندېزما له سترگو خاورې پاکې کړلېهم به زما له سره ټول گردونه تا وڅنډلراته به ستغې سپورې تا وکړلېچې مخ او سر به دې راومينځلوزما به سترگې تکې سرې ښکاريدېتا به مې سترگې راته تورې کړلې* *
غزل
يار د رقيب پـــــه خــــــولـــه خولگۍ کېـــښودهله ډېره شرمـــه مـــــــې لونگــــــــۍ کېښـــــودهناتــــــرســــــه وتــــــړلـــــــم وژنـــــې مـــــې اوسپه توپــانـــــــــجه کـــــــې يې مـــــرمۍ کېښودهد پښتو طمــعه تــــــرې نـــــه څنگـــــه کيــــــږيپښتون، چې غوږ کــې غــــوږوالــــۍ کېښودهچا حاصـــــل کـــــــړى دى لــــه عــــــــشقه منزلچــــــا پــــــه کــــــــې خــــپله کــــــکرۍ کېښودهاوس به يې څنـــــگه پټــــــى نــــــــه وړي او
غزل
له خپل وجود نه د وتلو طـــريقــــــــه نــــــــــــه راځـــــــــــي تا پورې خدايـــــه د درتـــــــلــــلــــو ، طــــــريقه نه راځي سترګې مـــــــــې واړومــــــه ، وشـــــــرمــــېږم وخاندمه ياره ! د دروغــــــــو د ويـــــــلو طريــــــقه نـــــــه راځــــــي زما پښتو ما ته په ستــــــــرګـــــــو کـــــې ازغي غړوي ځکه خو ستا د هېرولو طــــےـــــريقــــــه نــــــــه راځــــــــي تا خو خورې زلفې درټولې کړې ، سنبالې دې کړې ما ته د زړه د صبرولو طــــــــــــريقـ
څلوريځه (وقار)
زه مينه غواړم ته غوسه راکـوېجانانه کلــــه بــه بوسه راکــــوې؟ نن دې لــه دره بېنــوا نـــه ځــــــمهنن به دې شونډې په مزه راکوې رحمت گل وقار د سوات په مدين کې
نورو وگړو ته رڼا کړي شاعر (شيرين زوى)
سهار چـــــا وپوښتلـــــم خير خـــــو بـــــه و؟بېګا دې ټولــــــــــه شپـــــــه څـــــراغ بلـــــېدهما وې هـــــو! خير و تر سهـــــــــاره ويښ وملکـــــه څـــــراغ مـــــې د زړه داغ بلـــــــــــــېده هغه وې څـــــه سبب و،خـــــوب نـــــه درتلـــوکه دې شمارل په شنه آسمان کې ستــوري؟ما وې شمارل مې نه غـــــورچاڼ مـــــې کاوهچـــــې ترېنـــــه جـــــوړکـــــړمه د نظم تـــ
غزل (څپاند)
ده مـــــــــــې تلـــــــــوسه درنــــــــــــه ويده نه شمشابــــــه زر راځــــه درنـــــه ويده نــــــــــــــــه شم ستـــادشونډو خوند مـــې لا په خوله كې دىاى د خــــداى بنـــده درنـــه ويــده نـــــــــــــه شم نـــــه پرېږدم تر بلـــــــــــــــې ژمنـــې خپل ارمانخـــولگـۍ دې راكوه درنــــــــــــــه ويده نـه شم يـــوازې پــــه كــتو باندې څــــه نـــــــــــه كېږيخبرې خـــو ك
مصريزې( محمد حنيف حيران)
چــــــې يې په ناز رالويولـــــــــــــــــېاخر دې وکړې کانې خپلــــــــــــــــــېالله دې مړه کـــه نازولـــــــــــــــــــــــــېچــــې مساپر په کاڼو ولــــــــــــــــــــېجنۍ لمن به دې خداى نـــــه زرغونوينـــــــــه زما پـــه سترگـــــو کـــــــــــــــــې غړېږهزما پــــــــــه زړه کــــــــــــــــــې وټوکېږهخير دى پــــــــــــــــــه حسن دې نـازېږهبند پــــــــــــــــــه بند مه رانـــــــه تاوېږهکه مساپر شم بيا بــــه نــــه درځي خوبــــــ
تازه غزل (نصرت الله الهام)
زړه نــــــه مــــــــــــې بلا اندېښنه و باسمزه چې له ګناه نـــــه تــــــــــــــــوبـــه وباسم اى ذاهـــده! څنګــــــه يــــــې ظاهره کړمايښې پـــه سينــه کــــې سجـــده وباسم زه بـــه مـــې پـــه سترګو کې رڼا راوړمبيــا بـــه ستا له سترګو نه شپه وباسم څنګـــــه مـــې دې زړه ته تسل ورکړمهڅنګـــه مـــــې لــــه زړه نــــه هغه وباسم نـــه غــــــــــواړم چې تا پورې درورسمخپلــ
غزل (خيرخوا)
گران شمس الحق شينواري ته ډالۍ مـا وې ځــــوږ خــــاونده څنگـــه لـــور پـــه لور دى؟دا د خـــــــوږ اشنا سکوت کې دومـــــــره شور دى د زړگــــــــي رڼا يـــــې مخ تـــــــــه مخـــــــــــــــامــــخ دهدا ښايسته اشنـا لــــــــه رنگــــــــــــه ځکـه تــور دى چـــا د چـــا د مـحبت نښې ساتلــــــــــــــــــــــــــــــــــــــيچــــا نېولـــــى پـــــه لاسونو کـــــــې سور اور دى
دا له چا قربان شومه؟! (پرې وغږېږئ)حقيق
په لاندې شعر وغږېږئ، چې ترې موخه څه ده او مانا يې څه کېدى شي؟ له شرق نه مې د غرب په لورې منډه کړهپښه مې په دا خپل څادر کې ونښتهاوږد، اوږد پرېوتمپښې مې په ختيځ کې شوېسر مې په لويديځ کې شوټنډه مې د غرب په کاڼو ماته شوهوينې مې تر پښو پورې راتوى شولېداسې راته ووايه چې:دا له چا قربان شومه؟!
مصريزې(خيرخوا)
لکــــــــــــه د گل د لښتې خــــورېښکلاوې ټولې شوې مخ تورېيـــــــــــــــاره خبرې پرېږده نـــــورېڅنگـــــــــه خواږه خواږه راگورېلــمن دې ونيسه چـــې زړه درواچــــــــــومه دا څــــــــومره زر دې گېله کېږيشونډې دې تورې شوې رپېږيدومــره خــــــــو لـږ سړى پوهېږيمخ پــه مړونـــــــــــد کلــــــه پټېږيظالـــــــمه ياره سلامــــــــــــــــــي ولاړه يمــه صبر د زړه مــې نـور تمام شود راز قوي تار رانـــه خام شود هر سړي اوس راتــه پام شو
مسافره!(حقيق)
د نصرت الله الهام پر ليکه (پروت په دغــــــــــــــه لويه لار و مسافرهدغـــــــــــــــــــه دښته پرون ښار و مسافره) د يارۍ تحفې لــــــــــــــــه دې ځايه ورتللېچــــــــــې پــــــــــه هر کلي به يار و مسافــــره ما هم دلــــته د جــــانان تندى ښکل کــړىدغــــــــــه ځاى زما د ديدار و مسافــــــــــره هاغــــــــــــــه وړاندې د ليلو د دمې ځاى ولـــږ څـــه پاس دلـــــــــــــــــته چنار و مسافره
غزل(نجيب عامر)
سهار له کوره اوزمه ماښام کور ته راځمخو اوس هم لا هماغسې ناکام کور ته راځم ګلاب ګلاب سورخي په مخ له ځانه سره وېسم سورى سورى په زړه لکه بادام کور ته راځم ياران راته سپوږمۍ په سر قسم راکړي چې وسکهزه مست په بنګاوه لکه خيام کور ته راځم همدلته دي راجمع زما ټولې بدمرغۍ زه اخلم له خپل زانه انتقام کور ته راځم پاچا يمه تر نيمو شپو بنډار کې د يارانو بيا غلو غوندې را اوړمه په بام کور ته راځم نه کار شته نه روزګار شته د پلار وېره راسره دا نن
د خيرخوا تازه غزل
ستا يـادونــــــه اور اخلــــــــــيسوى د زړگــــــي کــــور اخلي ستـا تصـور څـــــــــــــــــــــه بلا؟غـــم ورسره زور اخــلـــــــــــــي تـــوري سندريز شي ټــــــــــولستا بنگـــــړي چې شور اخلي زړه پـــه خپلــــــه سپينـه خــواداغ لگــــوي تـــور اخلـــــــــــي څومره چې خيرخوا خوږ شيدومره غــــزل سور اخلـــــــــي