او غريبي د دوزخونو سمبول
له يخو يخه او له ګرمو ګرمه
د د ډول، ډول عذابونو چينه
او د غمونو او دردونو بلاربه مور چې ورځ كې سل زره بچي زېږوي
او غريبي ده بهانه د څو شتمنو خلكو
چې د غريب وينې لښتيو كې روانې كاندي
ژرندې پرې وګرځي او دل كړي د بې وسو غړي
او غريبي ده جوړونكې د څو داسې زخمو
چې د يو بل له غوښو جوړې پترۍ نه وي پرې نو نه جوړيږي
نو ټول لګيا دي يو له بله څخه غوښې شكوي
څو چې زخمونو ته پټۍ پيدا كړي
او غريبي ختمه كړي
خو غريبي د دوزخونو سمبول
دومره ژر كله ختمېدل غواړي
پته ترې لګي د اصلي دوزخو
ان تر قيامته پايدل غواړي
02.08.2008
- nazir
په څلورلارې كې ولاړوم هرسهارملګريه
ګوندې څوك راشي چې مزدور يې وي په كارملګريه
داسې هم نه ده چې سواد مې نشته كارمې نه زده
هرڅه مې زده دي خونصيب مې دى ډېرخوارملګريه
تنهادګېډې د دوزخ غم دى چې نه ډكيږي
تنهاهمدغه رانه وركه كړله لارملګريه
څوكسان راشي څوكسان مزدوران پورته كړي خو
ماته ووايي چې همدامې وو په كارملګريه
په همدې تمه لس بجې شي دغرمې مهال شي
زه لاهماغسې ولاړ ومه وزګارملګريه...
26.11.2008
- nazir
چې شپه شي كوم يو ښكلى، كومې لارې نه را وځيتصوير د يار وي، يار شي له هندارې نه راوځيستا خوږ نوم چې جانانه كله، كله ترنم كړمرقيب ورته د مار غوندې له بارې نه راوځيزما د لوټې، لوټې وطن ځوان شاعر دى داسېفقط لكه كوم ګل چې له شوديارې نه راوځيدا زړه به بيا د اوو خونو، اوو قلفو تر شا كړمكچېرې له لاسو ددې خونكارې نه راوځينذير اې نذيره د خپل ځان قاتل يې خپلهدا غږ به دې د سرو وينو له دارې نه راوځي...