زړه می وکي حرکت ///چې کړم را یاد ستا صداقت
زړه می وکي حرکت چې کړم را یاد ستا صداقت اوس د مرګ سوال راڅه کیږيستا بیلتون نه تمامیږي د ایمان سوال به کوو په مرګ رضا لیونو یو چې پردي وطن ته لاړمستا دیدن په پیسو غواړم د دښمن سیالي کوم په تا به سر لیونو ږدم څو که ګرځم شاوخوانشته سلام لیونو ستا یو شپه شي په کلو چې نه وي دید ستا د خالو زړه می ستا په راتګ ښه دینور جهان مې په کار نه دی څه کوم د بل خندا چې نه وی دید لیو
څو غاړې
لنډ کمیس یې باد وهي خیژي د کور په چړايي لنډ کمیس یې باد وهي خیژي د کور په چړايي وه د سرې خولۍ هلکهد پستې غیږې لایقه یوه داده یوه بلهزړونه کاږي له ګوګله زه د کړم د چول ملنګله غاړې واچوه لونګ د سګریټ تر کاغذ سپینهوچوې د زړګي وینه که راځي جانان د راسيپه شپو ځنډ ولې کښیباسي ګرانه مه کوه دیغتپر میړو تل ورځي زحمت چی را یاد کړم ستا ګرانيپه ځان می اور واخلي کا
چاڼ بیتونه
ښار كې رالويې ته به څه رنګه راخيژي هلتهمونږ خو دانوي كور جوړ كړى دى په غره كې اشنا**************ستا په تقدير كې چې ژړا ده خداى دې ماته راكړي ته خانده خانده ستا دعمر له خندا سره وي***************************چې ته هم خلاص شې له غمونو او هم زه جانانهراځه په ګډه كړو دا ټول رقيبان مړه جانانه********************************ما قتلوي زما تصوير پريږدي يادګار ځان سره شكر چې كركې نه سوا دمينې وړيې هم يم*******نور به سهار و
چاڼ غاړې
لاندې غاړې ګران ورور عبدالوارث له پکتیا لیږلي چې ترې مننه کوو او له نور و ورڼو او خویندو هم هیله لرو چې په دې برخه مې مو مرسته وکړي سپینه خوله لکه ګیلاسله نوکرۍ نه یم درخلاص سپینه خوله به له تا جارکمپه مزلوبه دی را خوارکم نه وړه ده نه ګردۍپه قد کی جوړه شین خالۍ سپینه خوله چی راکوی مامک می مه
ته چې ځې قدم په ورو که
ته چې ځې قدم په ورو کهټيکری پورته له خالو که د نرۍ بيالې پر غاړهپستې پورته که لاس دواړه چې زه مړه شم گران خبر کئزما د غاړۍ امېل ورکي ما دې خدای نه کړي ظالمچې ستا د غاړې امېل وړم چې پر زړه کړم ستا گيلې پر تن مې اور واخلي جامې ما په سپينه خولگۍ موړ کهبيا په ژوند قبر راجوړ که زه چې ژاړم باړ مې ستا سيبيا له خلکو حيا راشي زه بېشکه هسپتال له ما نازک بې دوا ولاړ که چکن
نوې غاړې
هيله ده چې په زړه پورې غاړې په تبصرو برخه کې وليکئ څو بېرته پر ليکه شي. زړه مې نه ځي پښې مې لاړې دخداى روى دى که به ژاړې قران مې دى به ګران له ځم که سپوږمۍ دوې راختې هم چې مې ستا فکرونه يوسي بادام ګل وکړي بيا تو سي زه نازک په بن کوم که يې څلور نورې وي هم په نازک به غوړېدم له ناستو خلکو شرمېدم موږ د بل والات مرغان يو نه کينو نه پر
سودا / زمانې ته دویم شعر/ نذیر
ستا یادونه په سر ایږدي راته ناست دي مابه کله خوب ته پرېږدي راته ناست دي په زخمونو باندې مالګې راته پاشي زړه مې سوی کړي زړه مې رېږدې راته ناست دي خوب کې وینم راسره وې خوشحالي وي ته مې بیا زړه کې دېره وې خوشحالي وي
اوس مې هېره ده
(زمانې ته لمړی شعر) زمانه وه چې د کلي شوخ ماشوم ومزمانه وه چې مې سر لس ځایه مات وزمانه وه چې د کلي د نفرت ومزمانه وه ترحم راباندې قات و»»»»»»»»»»زمانه وه رانه لوبې زېږېدلېزمانه وه چې روان وم یا به ملاست مزمانه وه کلي اور رانه اخیستوزمانه وه د شیطان په لکۍ ناست وم»»»»»»»زمانه وه چې (( بدی)) راته حیران وو((کرمی)) مې
غلمینه ډوډۍ
نور د پښتونوالې دستوري نړۍ کې تنګ یمه ته لکه غلمینه ډوډۍ زه وږی ملنګ یمه ته د خونې بر سر کې د دود ټوکرۍ کې اېښې یې زه یم رواجي روژتی بس اخیستی ننګ یمه
د جګړې سوغات
له ویلو د سندرو نه لوېدلید اتڼ له بازیګرو نه لویدلیپه دې لویه خوشحالۍ خوشحاله نه دیچې وطن د جنګ له ښکرو نه لوېدلی:::::::::::اوس ټول ويني د خوښۍ سندرې واييد وطن پیاوړي خلک پکې ستاييد خپل نوم په اورېدو هم نه خوزیږيدا زړه داسې له کمرو دی لوېدلی:::::::::::د غرور اسمان یې ټول زرې زر
بدكاره/نظم
زما تن د اينې ماتې ټوټې دي زماتن كې روغ وجود نه كتل كيږي او جوهر مې د هوس نوكانو وران كړ هر يو مخ پكې پيكه، پيكه ښكاريږي ####### نا پيژانده كسان راشي را نږدې شي په شيبه كې مو تر منځ فاصله نه وي كه د خوند وي كه بې خونده وي خو تېر شي د شېبو د وصال هېڅ ادامه نه وي ####### د هوس د لارې ستړي لاروي وي راشي زلفو ځنې څنډ وهي ګردونه ويښته سم كړي روغ او جوړ بېرته روان شي شاته پريږدي په خنجر وهلي زړونه #######
چان بيتونه
ديوانه ته ديوانه ورغاړې وځي فرزانه ته فرزانه ورغاړې وځي کيفيت به يې د زړه څه وي ملګرو چې ډيوې ته پروانه ورغاړې وځي په زړګي د مشاطې به څه تيريږي چې ستا زلفو ته شانه ورغاړې وځي هر سحر ګل لاله ته د چا اوښکې د شبنم په بهانه ورغاړې وځي طاهر کلاچوي هسې خو مه وايه چې نور دې په کيسه کې نه يم په خداى بيګا مې هم په اوښکو باندې ونمانځلې څه وايې چې څنګه دې شپې تېرې کړې ؟بې له تا ولاکه د ژوند خونده وي
ډله ييزې وژنې
يوه كنده چې تازه ده كيندل شوې او تر څنګ يې لاس تر شا كسان ولاړ دي د چا سترګې په شملو د چا په بل څه بس تړلي دي او هك حيران ولاړ دي څوك د لارې لاروي څوك جنګيالي دي خو اوس ټول د ملامت په شان ولاړ دي بس يو څو ګامه د مرګ په شانې لرې وسلوال دي، څو غوښن ځوانان ولاړ دي.... دادي اوس يې ورخطا كړل لاس تړلي او له پاسه يې په سرو ګولیو ولي تورې خاورې اضافه له كندې پاتې او له مړيو شوې روانې دندې پاتې #####
((د شپېتو بړيڅو ورځ په ورځ كمى دى))
دا نظم مې پښتنو ته د روانې جګړې په اړه ليكلى دى د فتح خان بړيڅي كېسې ته اشاره ده چې شپېته همزولي و او له مغولو سره په جګړه كې يې هره ورځ يو يو كس وژل كيده، چې يو وخت يې ناره وكړه چې د شپېتو بړيڅو ورځ په ورځ كمى دى. نو دا بيا اوس د متل په ډول كارول كيږي، همدا شان دا هم يو متل دى چې وايي (( كه غم نه وي غم به جوړ كړي كرمى دى)) نذير ####### په وطن تپه تياره د نور كمى دى په خطر كې د پ
نجلۍ او ډالۍ
زما مور د بل ماشوم په زيږون مړه شوه زما مور راته كوم ورور را ډالۍ نه كړ زما مور هغه له ځانه سره يو وړ موږ ته يې د سترګو تور را ډالۍ نه كړ ####### د مور جانې ځنكدن مې نه هېرېږي چې خپ غږ يې لړزول بر اسمانونه له سینې یې ،چې دساه د ختو غږ و چا مې كېښودل په سترګو غبرګ لاسونه ####### &nb
ټکيزې ( د لنډيو نوې انکشافي بڼه)
د سوما بلا ګ درنو لوستونکو! د مطيع الله تابع په نامه يوه ورور د سوما بلاګ لپاره ميل را لېږلى دى او پکې يې څو لنډۍ له نويو زياتونو سره را لېږلي او ټينګار يې کړى چې ضرور به يې راته خپروئ، نو موږ هم د تابع صاحب استل شوي زيار او د لنډيو ښکلا ته په پام سره يې د شاعر له يادښت سره يو ځاى خپروو. په درنښت نذير احمد نذير د رالېږونکي يادښت: له څه مودې را پديخوا په پښتو ويب پاڼو او بلاګونو کې د ټپيزو يا مصريزو په نوم د لنډيو يو انکشافي ډوله
هغه انسان چې تش په نوم (اشرف) دى
نننى انسان ملګرو زه دشرارت ټوټه يم زما وجود كې هرفساد موجوددى منم شيطان دخالق ځانته موجود خو زما تن كې ېې بنياد موجود دى *** ملګرو ماته هم انسان وايه شي دكايناتو دسرخان يادېږم په دې شريره دې فساده وخت كې منۍ چې زه هم يوانسان يادېږم *** هغه انسان چې تش په نوم (اشرف) دى دخداى پروړاندې اوس اهميت نه لري بس لكه بل حيوان همداسې حيوان هېڅ تقدس دحقانيت نه لري *** ددې سپېڅلي جهان هرطرف اوس په پليتيو دهغه ككړ دى كه شرق ته
چاڼ بیتونه
دا سترګې مې د زرواره صبرونو باوجود اوريږي دباران غوندې اوس هم شېبه، شېبه *** يو سترګې خوڅه نه دي دوفا په ښاريه كې ته راشه چې په لار كې درته زړونه وشيندو *** خېركه تباشوم زه دې پرېښوم درقيب شوې اشنا ماهم له چاسره په مينه كې وفا خو وكړه *** د سترګو يوه نظر شوخۍ په بدل شو په نصيب ېې د مړو او
ما په غزل كې ښايسته جانان ستايلى نه دى
ما عمر ټول غصه خوړلې ګذاره كړې دهما په دنيا دګناهونو كفاره كړې ده ما په غزل كې ښايسته جانان ستايلى نه دىما په شعرونو كې په دې شي كې واره كړې ده ما كومه پرېكړه تفكر ته ځنډولې نه دهما هره پرېكړه د خپل زړه په مشوره كړې ده ما مې جانان ته رموزونو كې ډېر څه وييلي خو ما خپل ځان ته د خپل زړه خبر ښكاره كړې ده ماته دې كومه يوه كيسه تر پايه كړې نه دهماته دې كومه يوه كيسه له سر پوره كړې ده