ښار كې رالويې ته به څه رنګه راخيژي هلته
مونږ خو دانوي كور جوړ كړى دى په غره كې اشنا
**************
ستا په تقدير كې چې ژړا ده خداى دې ماته راكړي
ته خانده خانده ستا دعمر له خندا سره وي
***************************
چې ته هم خلاص شې له غمونو او هم زه جانانه
راځه په ګډه كړو دا ټول رقيبان مړه جانانه
********************************
ما قتلوي زما تصوير پريږدي يادګار ځان سره
شكر چې كركې نه سوا دمينې وړيې هم يم
*******
نور به سهار وختي په مړاوو سترګو نه راګورې
غريب سړى يمه بيا ټوله ورځ له كاره وځم
**********************
اوس خداى نه ژوند غواړمه اوس زنده ګې خوند راكوي
يو چا خبر كړم چې نن ما پسې دلبر ژړيده
**********************
مونږ ورته زړونه وركو ته وايه څه وركوى
ګودره تاته چې د كلي نازنينې راځي
****************
دچا به يو رنګې خوښيږي د چا بل رنګې به
وايم ريښتيا زما په ناسته يار اوده خوښيږي
**************
ښه شوه چې له خپل كوره بې كوره شوې
ښه شوه چې دې ژوند شو كرايي كور كې
ورځې او مياشتې شمېرې به په ګوتو اوس
ماته ژوند مالوم دى په پردي كوركې
*******************
چې د جانان د كور او كلي هيڅ درك نه لګي
ارمانه ځو به نو منزل ددمې ډير لرې دى
********************
كه راځې راشه دادې وخت دى له تيارو مې خلاص كړه
برقونه تللي او تيل نه لرم ډيوه كې اشنا