دا سترګې مې د زرواره صبرونو باوجود

اوريږي دباران غوندې اوس هم شېبه، شېبه

***

يو سترګې خوڅه نه دي دوفا په ښاريه كې

ته راشه چې په لار كې درته زړونه وشيندو

***

خېركه تباشوم زه دې پرېښوم درقيب شوې اشنا

ماهم له چاسره په مينه كې وفا خو وكړه

***

د سترګو يوه نظر شوخۍ په بدل

شو په نصيب ېې د مړو اوښكو باران

***

زه كه رسوايم ستا له لاسه يمه

له دې نه ته هم انكار نشې كوى

***

سوچ كوم زه چې ستا له تګ نه وروسته

زما په دې كلي كې څه پاته دي

***

د ښار امير ته د اغزي په تكليف ژاړي خلك

د غريب وينه چې بهيږي شاهدي نه وايي

***

نفرت وي او كه مينه او كه غم كه خوشالي

يوهم له ضرورت نه اضافه نه كوو موږ

***

د دېوال په هره خښته زما نوم دى

خو، بيا هم كلى دا ستا په نوم ياديږي

***

دا ته څه وايي د چا زړګي ته وايې ؟؟

چې زه به تا او ته به ما هېره وې

***

نن ېې چې بيا د دوستۍ لاس را اوږد كړ

كېداى شي ما پورې ېې كار بند وي

***

ستا په لټون پسې كوڅو كې د ياد

يم سرګردان د وچې پاڼې په شان

***

 

كه په ګلشن كې دګلونوټولول جرم وي

نو له اغزونه راته ډكه كړئ زمالمنه

***

ډېرمشكل ده له څېرې چې زړه معلوم شي

ژور خلك اسان نه پېژندل كيږي

***

څه وېرونكې خاموشي ده پلونه نه ښكاريږي

دزړه كوڅې مې څومره شاړې دي راځې اوكنه ؟

***

ستاهېرول دي راته داسې اشنا

لكه اوبه چې مخ په لوړ بهيږي

***

زړه راته وايي چې كيداى شي جانان هم خفه وي

زړه خونادان دى زړه په ډېرو قيصو نه پوهېږي

***

په خپل ټكري په ستارو خومې نوم ونه ليكې

زه خودې خوب يم په لېموكې درنه ځاى غواړمه

***

ستا خيال وو چې له سترګومې باران غوندې راتلې

دا اوښكې ستا له خيال سره ګاونډكې اوسېدې

***

خوشبوبه د خلوص درته راځي زماله تنه

زه ګل يم او دمينې په يو ښاخ باندې اوسېږم

***

هنداره مخ ته كېږدي خدايه هغه فتنه ساز

ترميم كوي همېش د ښكلاګانو د شهكار

 

دا بیتونه د شېرالله مراد دي چې ګران ملګري داوود تپان را استولي دي، مننه ترې کوم او له نورو ملګرو هم هیله کوم چې د خپلې خوښې بیتونه راواستوي

په درنښت

نذیر