ما عمر ټول غصه خوړلې ګذاره كړې ده
ما په دنيا دګناهونو كفاره كړې ده

ما په غزل كې ښايسته جانان ستايلى نه دى
ما په شعرونو كې په دې شي كې واره كړې ده

ما كومه پرېكړه تفكر ته ځنډولې نه ده
ما هره پرېكړه د خپل زړه په مشوره كړې ده

ما مې جانان ته رموزونو كې ډېر څه وييلي
خو ما خپل ځان ته د خپل زړه خبر ښكاره كړې ده

ماته دې كومه يوه كيسه تر پايه كړې نه ده
ماته دې كومه يوه كيسه له سر پوره كړې ده