مينه د زړه په وينه کيږي
کاکل خو نه دى چې په زور يې واړومه


د شين کيدو اميد مې نشته
اشنا په دښته د ملتان کرلې يمه


مرور مه ځه بېرته راشه
که ملامته وم ناغه به درکومه


په سالنډۍ دې چلم پرېښود
زما دسپينې خولې دې نه منل سوالونه


ټوټې، ټوټې زړه به راټول کړم
بيا به په نوم د يارانې سړى رټمه


ملامت ما مه کړې خاونده
ملامت يار ښه دى چې ځمکه ګروينه


پيزوان مې ستا په برېت کې بند شو
تر دروازې پورې بندۍ درسره ځمه


يادونه: لاندې لنډۍ ښاغلي هميم جلالزي را استولې دي، چې مننه ترې کوم، او له نور دوستانو هم هيله کوم چې په زړه پورې لنډۍ را وليږي، په مينه نذير


په سترګو ړوند شې راته ګوره
دچمچه مار په شان غړۍ درپسې وړمه


پښې مې ترې ځې زړه مې ترې نه ځې
داستا ديدن داحمدشابابا ديګونه


جانانه لوله چې ملاشې
چې دهمزولو دخندانه شم مينه


اشنا دلارې نه هېرېږي
زه به دعمر اشنا څنګه هېرومه


اواز مې شته جوړه مې نشته
لکه کوتره بې جوړې ګرځم مينه


پاس په اسمان کې ګړزه هار شو
جينکۍ ژاړي کشمالي ږلۍ وهينه


پټ مې په زړه کې ډېر يادېږي
دچا له مخې ښه راغلى نه درکومه


پټى دې ګرو کړه ما واده کړه
که مې تر کاله زوى رانه ووړ ګرمه يمه


پرديسان ټوله را ايله شول
لالى رانه غى واورې پرېوتې په غرونه


پر زړه مې ته وې خداى رانکړې
اوس که تمامه دنيا راکړې څې کومه


پر زړه مې خاورې کوټنۍ شوې
اغزې پرې شنه شوه اوس مې خوب ته نه پرېږدينه


په ټوکو ټوکو مې ګڼله
دجانان کډه په رښتيا له ملکه ځينه


پر سينه يو لالى ځاييزې
حجره خو نه ده چې پرې جوړ کړم مجلسونه


پر سينه يو لالى ځايېږي
زه لونګين او مين دواړه ځايومه


باد دې پلو له مخه يوسه
چې ګولالى مخ دې په سترګو ووينمه


چې غمازانو شا په شا کړو
چې مخامخ شو ياره بيا به هغه يونه


خداى دې زما مين په شان مين کړه
چې ليونى دې په کوڅو کې ووينمه


په کنډو اوړې پنا کېږې
پنا دې مه شه دسالو سره پلوونه


پرمادې زر شيندلي نه دي
چې دڅراغ په رڼا غواړې ديدنونه


يار خو مې شته بې ياره نه يم
دمازديګر په سېل وتلى رابه شينه


پر ما دې کلى ګماني کړ
نامردې مه خوره تر منګې لاندې څرخونه


لاليه پاڅه روانېږه
غازيان تېرېږي ته به پاتې شې مينه


يوه کوټه څلور يې کونجه
ليلا هوسۍ شوه اوس نيوى نه راکوينه


مين کېده دخداى غضب دى
دخداى غضب چې قبلوي مين دې شينه


سترګې ډولۍ باڼه لرګي دي
دجانان مينه پکې ناوې ګرځومه


پرېږده چې اوښکې مې بهېږي
مرګ مې ليده جانان مې نه پخلا کاونه


پورته بلۍ ته نظر وکړه
دکشمالو په څېر کږه ولاړه يمه


تر تورو غرونو دې پنا کړم
په زړه کاپرې مورې نه دې يادېدمه


څنګه په څنګ رانه تېرېږي
ناترسه ياره لېونى درپسې شومه


ټګي دې وکړه ټګه ياره
ستا دې ټګي زما دې صبر په خداى وينه


پښتۍ مې ماتې شوې يارۍ کې
مور ته نارې وهم چې برېښ کوي مينه


ته نه سړى وې ما سړى کړې
چې ته سړى شوې زه دې ورک له ملکه کړمه


په يارۍ زوړ سړى ځوانېږي
زه دلالي په ياري ځوانه زړه شومه


انبار دغم مې په زړه پروت دى
خندلى نه شم دناکام خندا کومه


په اخرت به جانان غواړم
په دې فاني دنيا يې رانکړل لاسونه


په اخرت به جانان غواړم
دنيا فاني وه لاس مې ونه رسېدنه


په ذوالجلال مې دې قسم وي
چې دې ونه وينم ژړا راله راځينه


اول مې رنګ دشهزاده و
ستا په يارۍ کې دملتان چواړى شومه


زما جانان تر شېدو سپين دى
له پنجابۍ سره مزدور دى تور به شينه


په خندا شنه شوې په ملا ماته
په زړه دې نشته ديارۍ سوې داغونه


په خندا هره نجلۍ خاندې
دايوه نيمه دزړه زنګ جلا کوينه


په سينه غلى راته څمله
غږ به ونه کړم که ورسته درلاندې شمه

 هلک لړم چيچلى ژاړي

نجلۍ ښامارخوړلې شنه له خندا شينه


په کشمالو کې ورته پټ شوم
نجلۍ دغواوو غوبنه ده را به شينه


په لمر خاته کې ګل غوړېږي
زما جانان په لمر خاته کوي خوبونه


هلک مين شي وطن پرېږدي
جينۍ مينه شي مخ پټ کړي وژاړينه


په مادې څه بلا ده کړې
په مخ مې غبرګې اوښکې ځي خوله درکومه


په هندوستان مې ګل کرلى
په خراسان ولاړه يم بوى يې راځينه


تا چې کوڅه کې ټوخى وکړ
زه په توده بړستن کې نيغه کيناستمه


پېغلتوب نيمه پاچاهي ده
دا ناوې توب دديوال سيورى تېر به شينه


توتان پاخه مماڼۍ تورې
زه دموزي دډوډۍ څه پروا لرمه


ټوټې ټوټې زه به راټول کړم
راټول به نه کړم په جانان پراته لاسونه


جبل وهه دنيا پرسته
زما کټ کټ خندا دې هېره ده مينه


جينکۍ نه دي سرې مچۍ دي
زما په زړه يې ګبينه ونښلوونه


چې پر زينه ختلى نه شې
نامردې ولې دې ګيبى پرتوګ کاونه


چې قسم خورم نه پوره کېږي
مينې ديار وعده خلاف دجهان کړمه


بله ډېوه دې ولې مړه کړه
په سود مينه تېل به ما راوړي وونه


چې سترګې تورې کړم شر مېږم
چې شونډې سرې کړم شرم شاته واړومه