نننى انسان

ملګرو زه دشرارت ټوټه يم
زما وجود كې هرفساد موجوددى
منم شيطان دخالق ځانته موجود
خو زما تن كې ېې بنياد موجود دى
***
ملګرو ماته هم انسان وايه شي
دكايناتو دسرخان يادېږم
په دې شريره دې فساده وخت كې
منۍ چې زه هم يوانسان يادېږم
***
هغه انسان چې تش په نوم (اشرف) دى
دخداى پروړاندې اوس اهميت نه لري
بس لكه بل حيوان همداسې حيوان
هېڅ تقدس دحقانيت نه لري
***
ددې سپېڅلي جهان هرطرف اوس
په پليتيو دهغه ككړ  دى
كه شرق ته لاړ شې او كه غرب ته لاړ شې
په چټليودهغه ككړ دى
***
دعوې ېې بيا دفرعونيت كړې دي
خداى بيا درحم اراده نه كوي
بيا ېې په پښو كې دوزخونه راشنه
اوپرېښتې ورته سجده نه كوي
***
ملګرو زه دشرارت ټوټه يم
زما وجود كې هرفساد موجوددى
منم شيطان دخالق ځانته مخلوق
خو زما تن كې ېې بنياد موجوددى
***
ملګرو زه يوشيطاني څلى يم
ملګرو ما په اوو اوو شګو وولئ
دخاورو څلي چې پرې ولئ تاسې
اول خو ما په هغو شګو وولئ
***
دانسانيت نوم ېې چې ونه ساته
پاڅۍ اول دغه انسان ووژنۍ
غوښن ځانونه اورته مه غورځوئ
خپلو ځانونو كې شيطان ووژنئ
***