د سوما بلا ګ درنو لوستونکو!
د مطيع الله تابع په نامه يوه ورور د سوما بلاګ لپاره ميل را لېږلى دى او پکې يې څو لنډۍ له نويو زياتونو سره را لېږلي او ټينګار يې کړى چې ضرور به يې راته خپروئ، نو موږ هم د تابع صاحب استل شوي زيار او د لنډيو ښکلا ته په پام سره يې د شاعر له يادښت سره يو ځاى خپروو.
په درنښت
نذير احمد نذير
د رالېږونکي يادښت:
له څه مودې را پديخوا په پښتو ويب پاڼو او بلاګونو کې د ټپيزو يا مصريزو په نوم د لنډيو يو انکشافي ډوله صنف را دود شو چې خورا ډېر مينه وال يې پيدا کړل، او ډېرو پکې طبع ازمايي وکړه، ددې ښاغليو انکشاف د لنډيو لمړنۍ ( نهه سيلابه) مصرې ته متوجه وو، خو ما د نورو ښاغليو په خلاف د لنډۍ دوهمې( دېارلس سيلابه) مصرې ته انکشاف ورکړى او ددې يوه ځانګړنه په دې کې ده چې انکشافي مصرې هره يوه د لنډۍ له لمړۍ مصرې سره داسې کلک پيوند اخلي چې د لنډۍ اره بڼه پکې له چا ورکه شي، حال دا چې دغه ځانګړنه په لمړني ډول انکشاف کې نشته، په هغې کې که څوک د شاعر نوې مصرې د لنډۍ له اصلي وروستۍ مصرې سره يو ځاى کړي نو مانا به يې بدله وي، لکه
د شپې او ورځې به خواري کړې
بانه به روغه بيماري کړې
لوى او واړه ته به زاري کړې
ورکه د کور کلي ياري کړې
د زنې سر مې ديواله وسولاوونه
په پورته بېلګه کې پرته له څلورمې مصرې چې د لنډۍ لمړۍ مصره ده له خپلې ورستۍ مصرې سره اړخ لګوي نور که درې واړه نوې جوړې شوې مصرې له وروستنۍ مصرې سره کېږدو نو له لنډۍ بل څه جوړوي
لکه
بانه به روغه بيماري کړې
د زنې سر مې ديواله وسولاوونه
خو په مقابل کې يې د نوي انکشاف يوه بيلګه ولولئ.
سپينه دې خوله سپين دې ځنځير دى
زړه مې اسير دى ورته وګوره په مينه
دا مې تقدير دى درنه بيل مې ګرځوينه
يار دې فقير دى تا به څنګه خپلوينه
پلار دې امير دى جينۍ نه دې راکوينه
په پورته بيلګه کې د لنډې له لمړنۍ مصرې سره ټولې پاتې مصرې سر خوري او که له دې مصرو څخه هره يوه تر لمړى مصرې لاندې کيږدو نو يوه خوږه لنډۍ ترې جوړيږي چې تر ډېره د لنډېو ځانګړنې لري
لکه
سپينه دې خوله سپين دې ځنځير دى
زړه مې اسير دى ورته وګوره په مينه
او بله لويه خبر خو دا ده چې په دې توګه له يوې لنډۍ څخه څلور لنډۍ پيدا کيږي چې دا د لنډيو د ارزښتمنې پانګې په بډاينه کې بې ګټې کار نه دى.
هيله ده چې د لنډيو د ښکلا مينه وال به د هغه لمړني انکشاف په څير زموږ دې هڅې ته هم په مينه وګوري او له شاعرانو وروڼو هيله کيږي چې زما دا هڅه هم په خپلو رنګينو خيالونو بدرګه کړي
په مينه
مطيع الله ( تابع) کندز
نيمه شپه تيره شوه را نغلې
اور راته مړ شو اوس ايرو ته ناسته يمه
دارمانو نو هديرو ته ناسته يمه
خوبونه تللی شوگيرو ته ناسته يمه
د تا راکړو تصويرو ته ناسته يمه
مسلماني په چا کې نشته
به لندو لښتو مې وهي ما ژړوينه
دلاس بنګړي مې خرڅوي ما ژړوينه
د زړګي کور مې ورانوي ما ژړوينه
جانان له ما جدا کوي ما ژړوينه
خداى د زما کړه غونډې منډې
د بادار ځمکه به کرم تا به ساتمه
په ځان به شپه ورځ يوه کوم تا به ساتمه
لنډۍ کچر به چلوم تا به ساتمه
په سر به غټې پنډې وړم تا به ساتمه
سپينه دې خوله سپين دې ځنځير دى
زړه مې اسير دى ورته وګوره په مينه
دا مې تقدير دى درنه بيل مې ګرځوينه
يار دې فقير دى تا به څنګه خپلوينه
پلار دې امير دى جينۍ نه دې راکوينه
سبا مې بيا دکډو وار دى
نوي به بيا شي د بيلتون زاړه غمونه
دغه لوى غم به مې کا هير واړه غمونه
ژوندي به يوسمه په زړه کې مړه غمونه
په سربه پنډې چلوم په زړه غمونه
ماته يوه خبره وکړه
په انتظار دې له خوارۍ ايستلى يمه
څله دې زه له زندګۍ ايستلى يمه
ډېرو کيسو دې له سيالۍ ايستلى يمه
زه دې دبل له اشنايۍ ايستلى يمه
نن مې جانان ليدلى نه دى
لکه د بنګو پياله غرقه ناسته يمه
چې زړا راشي د ورور غم بانه کومه
لکه باښه لوړې ژورې لټومه
په ديواله څپياکې ګډې وډې ږدمه
که رښتيا وايم بيا به ژاړې
تغمې مې تا په سوي زړه پرې ايښي دينه
اوس د هغه زاړه کاته پرې ايښي دينه
راباندې تا خواړه اوبه پرې ايښي دينه
تا ديارۍ په منځ کې څه پرې اېښي دينه
په سر نرۍ لوپټه نه وړم
درانه درانه پيټي پرې ستا د سودا وړمه
خو غرونه غرونه ستا د ناز او ادا وړمه
د جانان غم په زړګي تل په خندا وړمه
درنې درنې خبرې ستا د دادا وړمه
دغره په سر دې ښامار وخوره
چې ړنګه بنګه دې په شا راکوزمه
زه به دې ورو ورو په ژړا راکوزمه
له بې کسۍ به دې تنها راکوزومه
چې نور لرګي راوړي زه تا راکوزومه
پۍ مخې واړه په زړه تور دي
لکه تر سپينو وارو لاندې وي تور غرونه
لکه په سپين ململ د تور خامک ګلونه
لاندې تياره وي پاس روښان وي څراغونه
سپوږمۍ ته ګوره په زړه تور لري داغونه