دا نظم مې پښتنو ته د روانې جګړې په اړه ليكلى دى

 

د فتح خان بړيڅي كېسې ته اشاره ده چې شپېته همزولي و او له مغولو سره په جګړه كې يې هره ورځ يو يو كس وژل كيده، چې يو وخت يې ناره وكړه چې د شپېتو بړيڅو ورځ په ورځ كمى دى. نو دا بيا اوس د متل په ډول كارول كيږي، همدا شان دا هم يو متل دى چې وايي (( كه غم نه وي غم به جوړ كړي كرمى دى))

 

نذير

 

#######

 

په وطن تپه تياره د نور كمى دى

 

په خطر كې د پښتون د ژوند غمى دى

 

څه وحشي جګړې ته وتى هر زلمى دى

 

د جګړې ډګر په مړيو ډك، نيمى دى

 

((د شپېتو بړيڅو ورځ په ورځ كمى دى))

 

#######

 

پښتانه اوس ظالمان پر خپل وجود دي

 

پښتانه اوس نه د ګټې نه دې سود دي

 

پښتانه اوس د نفرت دي، نه د درود دي

 

پښتانه اوس تور ديګي وهلي دود دي

 

پښتنو كې خو اوس ورك د سر سړى دى

 

((د شپېتو بړيڅو ورځ په ورځ كمى دى))

 

#######

 

پښتانه د ډنګ او ډول نه دي په جنګ دي

 

پيتاوونو ته راټول نه دي په جنګ دي

 

اوس د وږيو او د خول نه دي په جنګ دي

 

د حجرو نه دي د شپول نه دي په جنګ دي

 

اوس په هر كور كې ژړا ده او زګېروى دى

 

((د شپېتو بړيڅو ورځ په ورځ كمى دى))

 

#######

 

پښتانه لا هم جګړه، جګړه مار ستايي

 

پښتانه د تباهۍ سندرې وايي

 

پښتانه وسله په خپل اولاد ازمايي

 

پښتانه اوس د يوبل په وينو پايي

 

پښتنو ته غصه شوٰى اوس مرګى دى

((د شپېتو بړيڅو ورځ په ورځ كمى دى))

 

#######

 

نړيوال په يوه خوله په يوه واك دي

 

وايي دا خلك نړۍ ته خطرناك دي

 

كه هر څو په زړه سپېڅلي دي او پاك دي

 

د زهري بوټو په څير په زيست او ژواك دي

 

((كه غم نه وي غم به راوړي كرمى دى))

 

((د شپېتو بړيڅو ورځ په ورځ كمى دى))