ته چې ځې قدم په ورو که
ټيکری پورته له خالو که
 
د نرۍ بيالې پر غاړه
پستې پورته که لاس دواړه

چې زه مړه شم گران خبر کئ
زما د غاړۍ امېل ورکي

ما دې خدای نه کړي ظالم
چې ستا د غاړې امېل وړم

چې پر زړه کړم ستا گيلې
پر تن مې اور واخلي جامې

ما په سپينه خولگۍ موړ که
بيا په ژوند قبر راجوړ که

زه چې ژاړم باړ مې ستا سي
بيا له خلکو حيا راشي

زه  بېشکه هسپتال
له ما نازک بې دوا ولاړ

 که چکن درباندې گران دی
 کورته ولاړه شه باران دی

پر ما نه ده تر تا گران
که چکن گرد يوسي باران

سره غرمه ده ټول مو ويني
کورته ولاړه شه ورېښمينې

 ښايسته نازکې پښې
په تروږمۍ څنگه راتلې

 سوال کوم پردېسه يم
گرانه غېږ کې دې کښېنم

 مسافره ښه لگېږې
سبا ځې که دلې کېږې

 قول وکې بيا رانه شې
 د بوړي ټوپک تر خوله شې

 کښېناستم پر ساړه ځای
ارمان که اوس لېو نو وای

سره غرمه د کلي ميان
له ما خولگۍ غواړي جانان

 په کوڅه کې ږغ د گران دی
 پر ما اور د  کلا ميان دی

ما به کټ ته دروړه خوله
گرانه گوا هېر د کړه زما ښه

هغه توت دی هغه سيوری
له ما ورک د ژړو لوري

زما ارمان دي هغه شپې
ساړه کنگل ته به راتلې

 نه يې خورو نه څه کمېږي
مور پر گران ولې بېرېږي

 تورې سترگې سپين تندی
 په خالو سپين لکه بوری

 زړه مې نه کوي گلان
که شپه و ورځ اوري باران

زياته ځم هلکان ژاړي
گران هغه وختي لا غواړي

 د نرگوسې تر گل سرې
 کابل ته ځم که ته راځې

 د سپېرې او ژی وليانو
 نازک سر کئ د ځوانانو

نورو غاړو ته دلته کلېک وکړﺉ