ديوانه ته ديوانه ورغاړې وځي

فرزانه ته فرزانه ورغاړې وځي

کيفيت به يې د زړه څه وي ملګرو

چې ډيوې ته پروانه ورغاړې وځي

په زړګي د مشاطې به څه تيريږي

چې ستا زلفو ته شانه ورغاړې وځي

هر سحر ګل لاله ته د چا اوښکې

د شبنم په بهانه ورغاړې وځي

طاهر کلاچوي

هسې خو مه وايه چې نور دې په کيسه کې نه يم
په خداى بيګا مې هم په اوښکو باندې ونمانځلې 
 
څه وايې چې څنګه دې شپې تېرې کړې ؟
بې له تا ولاکه د  ژوند خونده وي

عبدالرحيم هلال

نن خو به خود د کلي لوى واړه خبرې کوي
د لاس د سمال مې په لمن کې د لالي را پاتې
تپان