زړه می وکي حرکت
چې کړم را یاد ستا صداقت
اوس د مرګ سوال راڅه کیږي
ستا بیلتون نه تمامیږي
د ایمان سوال به کوو
په مرګ رضا لیونو یو
چې پردي وطن ته لاړم
ستا دیدن په پیسو غواړم
د دښمن سیالي کوم
په تا به سر لیونو ږدم
څو که ګرځم شاوخوا
نشته سلام لیونو ستا
یو شپه شي په کلو
چې نه وي دید ستا د خالو
زړه می ستا په راتګ ښه دی
نور جهان مې په کار نه دی
څه کوم د بل خندا
چې نه وی دید لیونو ستا
پردی ملک زړه می ځوریږي
څوک له تا راته ګایږي
که می لار نه کیده ګران ته
اور به واچوم و ځان ته
فرشتې درته حیرانې
حسن ډیر لرې زما ګرانې
ستا وصال د جنت ور
که می نصیب کړي معتبر
سپینه خوله لکه شیدې
ماله بې کله راکوې
وخت به راشي د باغو
بیا به زارۍ کوې ګرانو
مرګ به راشي مړ به زه شم
بیا به را لیونی نه شم
لیونۍ شوه اوس می خوري
مخ یی راپټ کی په پیکي
سترګو ستا ویشتلی یم
نشته امید چې به جوړ شم
نه د وینم نه د ګورم
د بوټو په پله د ښورم
شین خالۍ ډيره ډنګره
ستن په څو وهې ډاکټره
خدایه راولی اختر
چی کور ته راشي مسافر
د نورو غاړو لپار دلته کلیک وکړئ