له ویلو د سندرو نه لوېدلی
د اتڼ له بازیګرو نه لویدلی
په دې لویه خوشحالۍ خوشحاله نه دی
چې وطن د جنګ له ښکرو نه لوېدلی
:::::::::::
اوس ټول ويني د خوښۍ سندرې وايي
د وطن پیاوړي خلک پکې ستايي
د خپل نوم په اورېدو هم نه خوزیږي
دا زړه داسې له کمرو دی لوېدلی
:::::::::::
د غرور اسمان یې ټول زرې زرې شو
د سرور جهان یې خاورې شو ایرې شو
اوس په تورو خاورو ځان کاږي څښیږي
اوس دې روغو له لښکرو نه لوېدلی
:::::::::::
اوس که ټوله دنیا ورکې نه رغیږي
الهي ورکړه بیا کله ورسیږي
په وجود پورې یې لاس او پښې نشته
نور له خولې د ستمګرو نه لوېدلی
:::::::::::
خیرات خور د لویې لارې سر کې ناست دی
د سنکني سخت زړي ورو په در کې ناست دی
کوندې وي چې چا زړه پرې وسوځیږي
په ژړا دی له خبرو نه لوېدلی
:::::::::::
لوږې، تندې د مرګ خولې ته نږدې کړی
وایي خاوره د خوراک لپاره نه ده
او که وي هم چې مې لاس راپورې نه وي
وایه څرنګه یې وخورم چاره څه ده