په څلورلارې كې ولاړوم هرسهارملګريه

ګوندې څوك راشي چې مزدور يې وي په كارملګريه

داسې هم نه ده چې سواد مې نشته كارمې نه زده

هرڅه مې زده دي خونصيب مې دى ډېرخوارملګريه

تنهادګېډې د دوزخ غم دى چې نه ډكيږي

تنهاهمدغه رانه وركه كړله لارملګريه

څوكسان راشي څوكسان مزدوران پورته كړي خو

ماته ووايي چې همدامې وو په كارملګريه

په همدې تمه لس بجې شي دغرمې مهال شي

زه لاهماغسې ولاړ ومه وزګارملګريه