10.05.2008
- nazir
نذير :استاده ! اوس خلك وايي چې پښتانه ځوانان بايد نثر ته مخه كړي او ليكوال شي نو څه بايد وكړي؟
شپون : داسې خبره ده چې مونږه نثر دنظم نه پخواشروع كړى وړكوتوب كې، مونږه نثر اورو. كور كې نثر وايوو. دغه چې ته وايې: ميلمه راغلى دى چاى ورته دم كړه. دغه په نثر وايې، نونثر داسې كوم نوى شى نه دى، شعر لادى ځكه چې قافيه بايد پيداكړي، وزن بايد پيداكړي، ترنم بايد پيداكړي، خوچې بيادرته ووايم دغه خبره وليكه ، دغه ليكلى نشې، حيران سړى پاتې شي چې خبرې كوې خو ليكلى يې نه شې، دابيا يوه خبره ده او زه چې بي...
04.06.2008
- nazir
بې له شکه نن ورځ لوستونکي نه غواړي د ورځپانې د لمړي مخ لپاره لس ثانيې وخت هم ورکړي، چې له بده مرغه اوس مهال دا لږ وخت هم مخ په کمښت روان دى او ددې وېره شته چې دا لس ثانيې به هم کمې شي.
د ورځپاڼو په منځ کې د لوستونکو لخوا د ټاکنې په سيالۍ کې هغه ورځپاڼه برى ګټلى شي چې له لوستونکو سره کلکې تصويري اړيکې ولري او نه نوي سلنه دا برياليتوب د يوه ښه تصوير په مټ ګټل کېداى شي.
که دا برياليتوب دومره ساده وي نوبيا ولې د ورځپاڼو لمړي مخ ته کمزوري ، خنثي او بې روحه تصويرونه ټاکل کيږي....