بې له شکه نن ورځ لوستونکي نه غواړي د ورځپانې د لمړي مخ لپاره لس ثانيې وخت هم ورکړي، چې له بده مرغه اوس مهال دا لږ وخت هم مخ په کمښت روان دى او ددې وېره شته چې دا لس ثانيې به هم کمې شي.

د ورځپاڼو په منځ کې د لوستونکو لخوا د ټاکنې په سيالۍ کې هغه ورځپاڼه برى ګټلى شي چې له لوستونکو سره کلکې تصويري اړيکې ولري او نه نوي سلنه دا برياليتوب د يوه ښه تصوير په مټ ګټل کېداى شي.

که دا برياليتوب دومره ساده وي نوبيا ولې د ورځپاڼو لمړي مخ ته کمزوري ، خنثي او بې روحه تصويرونه ټاکل کيږي.

هغه تصويرونه چې خبري ارزښت يې لږ، خو له موضوع سره تړلي وي کيداى شي د ورځپاڼې په نورو مخونو کې ځاى شي نه دورځپاڼې په لمړي مخ.

دورځپاڼي لومړى مخ دهنري تصويرونو لپاره نه بلکي دا مخ د ورځنيو مهموخبرونو سره د تړلو تصويرونو لپاره دى ، څو وکولاي شي په يو نظر ليدو دلوستونکي پاملرنه ځان ته جذب او دي ته يي وهڅوي چي دورځپاني نوري برخې هم وګوري.

بايد په ياد ولرو چي د ورځپاڼي د لومړي مخ تصويرونه بايد جلبونکي او راښکونکي وي ځکه چي دلوستونکو پاملرنه د ځان خواته کړي.

د ورځپاڼې لمړى مخ د غره او يا بلې منظرې لپاره نه دى بلکې په دې مخ کې که د دوو سياسي لوبغاړو تصويرونه چې د خبرو په مهال وي خپاره شي نو دا به ورځپاڼه تر نورو لوړه کړي.

د لمړۍ پاڼې پر مخ يواځې اصلي تصوير ارزښت نه لري بلکه ټول هغه کوچيني تصويرونه چي پرلومړي مخ باندي کارول کيږي هغه هم خورا مهم دي . همدا واړه تصويرونه دي چي لوستونکي د نورو مطالبو لوستلو ته رابولي.

خبري يا په راپور پورې تړلي ګرافيکونه (١) د ورځپاڼې په لمړي مخ کې نه دي مناسب (که ډېر ضرورت نه وي) ځکه چې دا بايد د ورځپاڼې په نور مخونو کې وکارول شي، او دا د مطلب په روښانولواو لوستونکي ته دمعلوماتو په ډېرښت کې لوى رول لري.

لوستونکي هغه مطالب يا رپوټونه ډېر خوښوي چي دمتن مطابق زړه راښکونکي تصويرونه هم ورسره وړاندي شوي وي او اديټران هم زياته هڅه کوي تر څو نوى خبر يا غښتلى متن له يوه زړه راښکونکي عنصر( يعنې تصوير) سره يو ځاى د ورځپاڼې د لمړي مخ لپاره وټاکي ، خو له بده مرغه ډېرى وخت دلومړي پاڼي لپاره داسي هڅي ندي شوې چې يو لامل يې دا هم کيداى شي چې موږ د ورځپاڼې د لمړي مخ لپاره وړ او اغيزناک تصويرونه نه لرو

ځکه چې زموږ د ورځپاڼو ډېرى چلونکي د پاڼې د لمړي مخ تصوير ته ارزښت نه ورکوي همدا لامل وي چې ورځپاڼه ورو ورو خپل ګټلى نوم وبايلي . دلته ده چې موږ د ورځپاڼې په لمړي مخ د وړ تصوير په ارزښت پوهيږو او په پوره باور سره ويلاى شو چې که يو تصوير لرونکى خبر د ډېرو لوستونکو خوښ شي نو په دې کې به د تصوير رول هم څرګند وي.

(١)خبري ګرافيک:Graphics) News) هغه تصوير ته ويل کيږي چې پېښه او يا هم د پېښې يوه برخه پکې انځور شوې وي او د خبر ځاى ونيسي].