خبري ګرافيک(News Graphics) په حقيقت کې هغه تصوير ته ويل کيږي چې پېښه او يا هم د پېښې يوه برخه پکې انځور شوې وي او د خبر ځاى ونيسي.

خبري ګرافيک د هغو کسانو لخوا رسميږي چې په خبر او خبري ژبه پوه او د يوې لويې رسنۍ کار کونکي وي (يادونه: کيداى شي چې د خبري ګرافيک رسمونکي په وړه رسنۍ کې کار وکړي يعنې دا شرط نه شي کيداى چې ضرور دې په لويه رسنۍ کې کارکونکي وي او داسې هم شونې ده چې درسنۍ کار کونکي نه وي خو د خبري ګرافيک له رسمونې ورسته هغه په کومه رسنۍ وپلوري . ژباړن )

خبري ګرافيک په دو وختونو کې کارول کيږي:

يو: خبر ته د تصوير په بڼه عينيت ورکول ددې لپاره چې په خبر کې لنډوالى راشي او د هغې ستونزې مخه ونيول شي چې په رسنۍ کې د مطالبو د ډېروالي له امله رامنځته کيږي.

دوه: خبر ته د تصوير په بڼه عينت ورکول په هغه صورت کې چې د پېښې عکاسي او فلمبرداري نه وي شوې او يا يې هم د تصويري کولو شونتيا نه وي.

د خبري ګرافيک په مټ کولاى شو ډول، ډول پېښې تصويري کړو، د خبري ګرافيک رسمونکي بايد پوه او ډېره مطالعه وکړي څو د پېښې په رسمونه کې ټول اړخونه په پام کې ونيسي، همدارنګه د خبري ګرافيک رسمونکي دې تر ډېره هڅه وکړي چې څانګيزوالي ته پام وساتي په دې معنى چې د سپورټ، سياست، اقتصاد او نورو برخو خبري ګرافيک رسمونکي دې سره بيل وي.

• هغه کسان چې غواړي په خبري ګرافيک کې کار وکړي په پيل کې دې لاندې ټکي په پام کې لري:

• خبري ګرافيک دې ساده رسم کړي

• په خبري ګرافيک کې دې تر خپلې وسې پورې هڅه وکړي چې رسم شوي معلومات طرحه وي.

• د پېښې وړاندې کول يو پر بل پسې تسلسل ته اړتيا لري او په خبري ګرافيک دې د پېښې منطقي پرلپسې توب په پام کې ونيسي.

• همدارنګه انساني عامل دهم نه هېروي ځکه چې دا کار د پېښې عينيت ته ګټه رسوي.

• په ويبپاڼو، رنګه مجلو او ورځپاڼو کې خبري ګرافيک ښه راځي ځکه چې خبري ګرافيک په رنګونو ولاړ وي او رنګونه دي چې خبري ګرافيک ته ښکلا او مانا ورکوي.