مننه
ويسوا وا شيمبورسکا
دهغوی پوروړى يم
چې پرې مين نه يم
دغه سوکالي
اسانه منمه
چې هغوى له نورو سره خواږه دي
خوشالي دا چې
د پسونو لېوه يې نه يم
له هغو سره ارام يمه
ازاد يم
هغه چې عشق يې نه د ورکړې توان لري او
نه د اخستلو
په وره کې
سترګې پرلار يې نه يم
ډاډه
نږدې لکه لمرينه ګړۍ
هغه څه چې عشق يې نه پېژني
پېژنم يې
هغه چې عشق يې چا ته نه وربښي
بښم يې
له ليدو نه تريوه ليکه
ابديت نه دی چې تېريږي
يوازې ورځ او يا اونۍ
سفر تل له هغوى سره خوښ دى
يو کنسرت اورېدل شوى
يوه کليسا ليدل شوې
رڼه سترګه
او کله چي اووه غرونه او سيندونه
موږ له يوه بله جلا کوي
دغه غر او سيند هغه سيند دى
چې په نقشه يې ښه پېژنې
که په دريو بعدو کې ژوند وکړو
دا د هغې انجام دى
په ناشاعرانه او نابلاغى فضا کې
په يوه ناپايداره افق
پخپله ناخبره دي
څومره تش لاسونه وړي
عشق ددغه بحث وړ چارې په اړه
ويل ايمان پر هغو نه لرمه