خلك وايي چې په مينه كې څوك مات شي
د شعرونو ښاپېريو ته پناه وړي
د بورا چې تور وجود ته سترګې واوړي
درد يې واخلي او ببريو ته پناه وړي
يوه ملنګ شاعر په كلي كې كيسه كړه:
مينتوب مې په طبيعت كې شعر راشين كړ
ټول وجود مې د سندرو پاڼې وكړې
په دې پاڼو مې زړګى له غمه سپين كړ
نه پوهېږم چې د خداى قلم پرې كش شو
كه دې ”سپيو“ مې په كوډو الهام يووړ
اوس د ذهن په ړنده چينه اوبه څښم
يوه ”ابليس“ مې د سندرو سلام يووړ
د ملنګ خبره ومنم كه څنګه؟
مينتوب خو مې پر شعر باندې لو ګډ كړ
دا زما د سوچ ګودر ته غم راكښېوت
اوس يې ذهن راته د وچو تيږو لګډ(1) كړ
زړه مې غواړي د ”بنګړو سندرې“ واورم
خو سلګۍ مې له غزلو نه بنګړي وړي
بس يو درد وي، چې د شعر پر هډ مې كښېني
هر يو تورى يې له اوښكو ډك ګونګړي وړي
÷÷÷÷
نن مې زړه و، چې سپوږمۍ ته به شعر وايم
له هر بيت سره به ”يوه پياله رڼا“ څښو
خو د سترګو د شرابو نشه راغله
وې په مينه كې به دوه غوړپه ثنا څښو
نور مې سترګو ته د درد مردكي كښېښول
د سندرو په خاپونو پسې ګرځم
ګوندې ړنګ خاپونه بيا مومم د شعر
اوس په وركو غزلونو پسې ګرځم
شېبه مخكې يو چا زېرى پر ما وكړ
د چنار تر څنګ دې وچ غزل راشين شو
وې ”سهاره“ د چينې تر غاړې راشه!
ستا له شعره خو زړګى زما نور ”شين“شو.
(١)......خوړ
د بنګړو سندرې او يوه پياله رڼا دوو شعري ټولګو ته نغوته شوې