28.04.2008
- nazir
په نظر دې د مئين مرۍ غوڅيږي
ظلم نه دى چې د ګلو سرۍ غوڅيږي
اوس د مينې او ښايست په معنى پوى شوم
ډېره ګرانه ده چې نوک او ورۍ غوڅيږي
ښکلې څنګ ته مې راځه چې رخه ورشي
بس په دې چاړه د قاف پرۍ غوڅيږي
زما هيله لا وړه وي ستره نه وي
لکه لښته د مسواک نرۍ غوڅيږي...
06.05.2008
- nazir
د زړه مبايل مې په هجران کې زيګنال نه ورکوي
زه چې د يار تر څنګه نه يم له ساحې نه وځم
د زړګي بم مې ستا د سترګو په رېموټ تړلى
يو سترګک ووهه زماد شهادت لپاره
محمد عليم بسمل
پښور د جوماتونو وطن بويه
دنګې دنګې منارې يې ستا په شان
کاروان
زه به دونې په شان کوږ وم درسته ورځ درپسې
ته چې ب...