د زړه مبايل مې په هجران کې زيګنال نه ورکوي

زه چې د يار تر څنګه نه يم له ساحې نه وځم

د زړګي بم مې ستا د سترګو په رېموټ تړلى

يو سترګک ووهه زماد شهادت لپاره

محمد عليم بسمل

پښور د جوماتونو وطن بويه

دنګې دنګې منارې يې ستا په شان

کاروان

زه به دونې په شان کوږ وم درسته ورځ درپسې

ته چې به باد غوندې په کومه خوا شوې تېر جانانه

هميم جلالزى

د ګور چينجي هم تر ما ښه شول ځوانيمرګه ياره

هغوى د شونډې وخوړلې خو ما ښکل نه کړلې

نوم ورکى

خير دې ديدن غواړي در په در نه پوره کيږي

 کچکلول د ليمو نيم د قلندر نه پوره کيږي

 جانانه مينه راکړه سر او مال بدل کې واخله

 بخشش ورسره وکړه سر په سر نه پوره کيږي.

 غلام شمس بيګانه

 داسې خړ پړ د يار له کلي راغلم

لکه ښونکي د افغان ښونځي

 بشير احمد پرهر

دا ګرمي ستا د چشمانو د نګا ده

چې سوخته لکه د تا سيا مژګان يم

کاظم خان شيدا

زور د ځوانۍ ختم شو زور د زړه لا هغه دى

اوس لکه د عطرو بوى غلي ځو په ښکليو پسې

استاد پسرلى

لاندې بيتونه له تبصرو نه را اخيستل شوي دي هيله ده چې په تبصرو کې نور بيتونه هم را واستوئ

څنګه! احساس به درته شوى وي اوس

چې په وعده له نه راتلو نه وروسته

د سړي زړه ته څومره درد رسېږي

عطامحمد هيله من

ای مستې نازنينې که دې غواړم ګناه نه ده

ته هم د خدای تعالی په نعمتونو کې راځې

. الياس ټلوال

بېلتونه داځل خودې عمر دومره لنډشه چې زه

په لمن اوښکې پاکومه جانان بېرته راشي

. دروېش د رانی

په هر چا ګران يمه ښه قدر مې کړي

ما ته ګيله په دې خبره اځي

چې مې جانان په رسميت نه مني

قدرت خوست