دا شعر مې د ارواښاد خالص بابا د لاندې په قوس کې د بند بيت پر ليکه ويل، چې وروسته پر همدې بيت د پېښور مېشتو فرهنگپالو له لورې گډه پر ليکه ټولگه د (مه خانده ظالمه! کړپهار د زولنو ته مې) په نوم خپره شوه
( مه خــانده ظالمه! کــــړپهار د زولـــــنو تـــــــه مې
گـــوره نتېجه کـــــــــــــې اخر کار د زولـــــــنو ته مې)
شته چې لا هغه زلمي چې دار ته ټول په خپله ځـــي
نــــو ولـــــې زه خپه شم پرهار د زولـــــــنو تـــــه مـــــې
سر کـــــه مـــــې غليم تـه چېرې يو ځلې هم ټيټ کړلو
بيا پـــــه توهين گـــــورئ افتخار د زولــــــنو تــه مـې
اوس چـــــې هم نړۍ کـــــې، ټول پښتون اتل گڼــــــــي
ځکــــه ښکېلاک نـــــه راځـــــي مدار د زولنو ته مـې
اخ داڅـــه ښکلى وياړ دى چــــې اوس هم ډېر ښکلي
گوته په غاښ کړي سينگار د زولــــــــنو تــــــــه مـــې
پر ما به دا سختې شېبې څه رنگه خداى تېرې کړي
خانـــــدي چــــې نن دا نړۍ وقار د زولــــــنو تــــــه مې
گــــوره بابا زه پلـــــــوشه کبر بـــه هيڅ زده نــــــــه کـړم
مينه ورکــــوم بــــه ښکلـــي يار د زولـــــــــنو تـــه مـې