شعرونه
غزل ــــــــــــــــــ سید فـخـرالدین هاشمي
غــزل څه خوږ مې زړه ته ښکـته شي په سـاه کې ځي راځي ســتا نــوم د ژبــې سـرته په ګــــډا کې ځــي راځي اشـنــا د سـترګو یاد دي جـنـتـي بولم پـه خـ
غــزل
غــزل څه خوږ مې زړه ته ښکـته شي په سـاه کې ځي راځي ســتا نــوم د ژبــې سـرته په ګــــډا کې ځــي راځي اشـنــا د سـترګو یاد دي جـنـتـي بولم پـه خــدایــږو په سـویــو اسـویـــلو کې پــه دعــا کې ځي راځــي یـو څــوک به لــوبــوي د چــا دزلــفـو ولونه ولونه څــو شـوخي خـوشـبویـي بیا په هـواکې ځي راځي د شــګو جـاینـماز یې د ګــودر په سـر هـوار کـــړیــو شېـخ لېـونی شــو
غزل
غزل را نغلې ګلابه له وعدې سره لاړلې روان شوې له هغې سره زه درته په ستورو كې ولاړه وم ومې ليدې ياره له ډيوې سره ته يې په غضب په ګلاب وويشې ته چې را ښكاره شوې له اينې سره ما مې د دعا څادر په سر كړلو ته چې شولې مخ د حادثې سره ماته پيغلتوب د شري تبه شوه تا خو ځواني وكړه د نشې سره ماته مې نژدې ملګرې ووايې ژوند كو
لمر
لمر ستا دې خبره وي په ګل بدله منمه دا چې دوى زياتى كړى دى ستا له خبرو يې ده ساه اخيستې دوى د مارانو لاس نيوى كړى دى --- سترګو ته لاس ونيسه ګوره! ګوره! چې مرغلرې درنه تويې نشي نازك زړګي ته ګورم مه اچوه چې په خاطر دې نورې پوهې نشي --- منم چې ګرانه ګذاره ده دلې راځه د سترګو دروازې وتړو د زړه له خونې نه د لمر په مخه ټولې
سوله خوښ کړه
که زمادلارې مل يي سوله خوښ کړهکه ليموته مې کجل يي سوله خوښ کړهپه قانون دبشريت باندی ځان پوه کړهکه دمينې خوږ غزل يې سوله خوښ کړهارمانونه مې په ز ړه کې ډيربيشمارديکه دافغان دکوراتل يي سوله خوښ کړهيويشتم پيړۍ کې سوله درنه غواړمکه زمادګلاب ګل يې سوله خوښ کړهته دجنګ پرضددسولې لښکرجوړکړهکه دعلم بل مشعل يي سوله خوښ کړهچې دجنګ په کورورګډدغم وبا شيکه هدف زمادتکل يې سوله خوښ کړهدحفيظ ارمان ته پورته دی اواز کړهکه زما داو
د عبدالستار سعادت دوه پخواني خو ښايسته غزلونه
غزل په بېرحمي مې وژني څوك زما تقصير نه ښيي چا ته دې خداى د چا د دوه سترګو تاثير نه ښيي ولې دې ايښى د رقيب انځور زما په مخ كې مومن ته څوك جانانه غوښې د خنزير نه ښيي لا د رښتيا ويلو وخت رارسېدلى نه دى رڼه هنداره ترږميو كې تصوي
غزل
غزل د ديوال غوندې پيكه شوه ايينه ته چې راغلې نو ښايسته شوه اينه دا تر اوسه يې ترخه ترخه كتل را تا ور وكتل خوږه شوه ايينه ما ويل وبه كړي خوږې خوږې خبرې دا خو ستا په ننداره شوه اينه
غزل
غزل د خان لور ده له خوبو اوړي را اوړي د ګلپاڼو پر اوبو اوړي را اوړي په دې سپينې خولې يې موږ ځان ته تسليم كړو جار يې شمه له توبو اوړي را اوړي ميلمنه زموږ ګاونډ ته ده را غلې له ديواله په شيبو اوړي را اوړي
غزل
غزل تاته چې ګورم عجب حال راته جوړيږي مخامخ د يار مثال راته جوړيږي زه چې لاس د هغې لاس ته اوږدومه څنګه ژر ژرې ديوال راته جوړيږي زه څه نه يم خو چې يار باندې يې لي
غزل
غزل په سره ټکه غرمه په انتظار د سېوري لاندې یو ښکلی شان ماشوم اوده په لار د سیوري لاندې راځه چې دا دنیا یو څو شیبې کړو سره هیره راځه چې هلته کینو لږ قرار د سیوري لاندې سپوږمۍ پسې ېې دومره غټه تیږه وه راخستې پټ پټ و راروان لکه لوټمار د سیوري لاندې ضرور دی چې به دنګو جینکو ته غلي ګوري دا نن صبا د ژڼو نور څه کار د سیوري لاندې هغه د کلي مست د ژڼو سر چې مساپر شو ګونګۍ هره حج
غزل
غزل ستا په محبت کی تر هنره رسیدلی یم ان په توره شپه کی تر سحره رسیدلی یم ګرانې نوره مه کوه زما د ورکیدو هڅه هسې د درد خولې کې تر خنجره رسیدلی یم اوس به دې جانانه د نازونو روژه ماته کړم زه په تږو لارو تر اختره رسیدلی یم ما چې ستا د مخ په رڼو کرښو کې عشق ولوستو ځکه اوس پرهر نو تر پرهره رسیدلی یم
غزل
غزل ستا پر خاطرو باندې اوس ډيرې شيبې تيرې دي زما نه په اكثرو كې اكثره كيسې هيرې دي زه څومره هيرجن يمه هيڅ شى په ياد كې نه لرم ستا سره خبرې د كولو څومره ډيرې دي څنګ كې مې روانه يې خو مخته وروسته ډير ګورې دغه نښانې خو در سره ټولې د ويرې دي
کـابـله
کـا بـله کابله بیا دې پر سینه باندې اورونه بل دي بیا دې د غوښو ټوټې سوځي د لمبو په تاو کې ... کابله بیا دې نن د کوکو اوازونه اورم بیا دې د وسوم، وسوم، وسوم فریادونه اورم ................................................ کابله بیا د میرڅمنو په جګړو کې سوځې د ښامارانو د سرو ژامو په لمبو کې سوځې کابله ځای دې په وجود کې د زخمونو نشته خو د لېوانو په سینو کې هډو زړونه نشته ستا له هډوکو نه یې ستا تن ته خنجر جوړ کړ
سوي اهونه
سوي اهونه سمندر به مې له اوښکونه جوړيږي زما دسولې د ارمان پوښتنه وکړئ مرورسوله بيا مونږ لره پخلا کړئ درپه در دمظلومان پوښتنه وکړئ په پردی وطن کې بيا پښتنه مړه ده ځنکدن کې دګريوان پوښتنه وکړئ په سلګوسلګو ژړل
غزل
غزل د وره په خوله کې يوه خوله راکړه ښايسته جانانه وظيفه را وړه خداى دې وبښه راځه جانانه کافرې زلفې دې خداى پوه کړه چې طالب يمه زه که يوه شپه راباندې واچوې چاپه جانانه لمر چې راخيږي نو په هغه وخت کې مونځ مکروه وي
يو څو ښكلي بيتونه
اوس چې مو د حاله خبر نه اخلې پوهيږمه ستا هغه كارونه يو چې سرته رسيدلي يو استاد محمدصديق پسرلى پس له مرګه به زارۍ درته كومه راژوندى مې كړه چې بيا درپسې مړ شم محمد عليم بسمل اوس يې دومره يم له زړه نه پريوتلی اوس چې خاورې شم قدم را باندې نږدي محمد يوسف کړاو منګل ستـا دې وي قسم په وحــــدانيت د خدای بل چـا ته ښـکاره نه کړې زما تصــــوير روما محمدي
زغم...... مقابله
کـــــــــــــه دحالاتومقـــــابله دجهنم لمــــــــــــــــبې دى موږهـــــم په غاړه ګـــــرزوو د جــــــــــنتونو جــــامې
مات غرور...... فاتح
مات غرور سپينه ماڼۍ به د کابل پښو ته سجده لګوي غرور يې مات شو زورور سره يې سر وهلى بدل په توره کنډواله به شي رنګين واشنګټن د تورې بوړې او سپين غر سره يې سر وهلى
غزل .... م ق مين
غزلدرخو ته ګوره د ادم په نظرنه د دنيا نه د عالم په نظرجام به دا بيا درته هر څه وښائکه ورته وګورې د جم په نظردې خالي ډول کښې ده دنيا د مستۍلږ خو ئې و ګوره د ډم په نظرزرينو وړانګو ته د لمر مو کلهکتلي هم دي د شبنم په نظر؟دا کړېدلي ،ژړيدلي يارانهر څه ته ګوري اوس د غم په نظرو دې ساده اشنا ته څه ووايم؟راهزن ته ګوري د همد م په نظرنورو ته بت اوسه د تيږې، مګرمين ته ګوره د صنم په
غزل/// ډاکټر شبنم ګل
غزل کردار د محبت به لوبؤم چی څو ژوندۍ یم نفرت به د پښتون نه بيلؤم چی څو ژوندۍ یم د مست شباب جنت به درته جوړ کړمه دلبرهائین ته به د خېال دی خندؤم چی څو ژوندۍ یملوګو کښې د بارودو او ازغن ازغن ماحول کښېګلان به د شعرونو جوړؤم چی څو ژوندۍ یمد یار ماشومه خياله اوده نه شې زما زړه کښېپه ټال به دی د زلفو ځنګؤم چی څو ژوندۍ یمد دار او د دهشت نمره اوریږم زه شبن
غزل .......... لطف الله خيرخوا
غزل د خپله ځانه چې لوګی شو ښه شوهغه نظر چې لېونی شو ښه شوپوی شو د يار د بې رخۍ په انکاررقيب ناځوانه چې سړی شو ښه شوستا د اوربل د ناز مراد پوره شوراځه جانانه پسرلی شو ښه شوتا د ادا کاڼي په چا ورول ؟ورسره مخ زما تندی شو ښه شود ښار کوڅو کې خلکو زېري وکړلد دښتو غرو پاچا زمری شو ښه شوپرون يو ښکلي په ډېر فخر وويلچې مې خيرخوا سره
زمو ږ ترا نه.........اورنګ اباسين
زمو ږ ترا نه ا فغا نستا ن د ا ا ر يا نا ز مو ږد ا رو هستا ن ګند ا هارا ز مو ږد برهمنو د ا لر غو نی هيو ا دو و زو ړ با د شا ه ستر يما ز مو ږد ا سپينتمن زرد شت رو ښا ن فيلسو فلو ړ شا هينشا ه د ا کنيشکا ز مو ږد تمد ن زا نګو د ا بلخ ځليږ ید ا غټ فرهنګ د با ختر يا ز مو ږنړۍ رو ښا نه په زر ينو و ړ ا نګو