دديدن ښه وصيله يې مـــــــــــــــــــــــــازديګره
 ټوله درنه ځارشم  زمــــــــــا ځـان او ځيګره

داتا چې په رڼـــــــــــــا ورځ ګوتي غوڅې کړې
جوړتــــــــــا هم زړه بايللی دی لــــــــــــــــو،ګره

زړګی دي په ډير  چل ول ر انــــــه غلا کړالو
 ځکه درته وايمه اې یاره  جـــــــــــــــــــادوګره


خير دا که هغه غونډی ته تـــــــــــــلای نه شو
څنډوبــــــــــــــــــــــــــــــــــه په دغه غره ګورګره

ستـــــــــا به داسي هر کوشش نيمګړی وي
نه بېلېږو مونږ  له یو بل،  غمـــــــــــــازګره

ستا اوبـــــــــو کي د شهید د وینو خوند دی

اې زمونږ دځوانيمرګ کلي ګــــــــــــــــودره