زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم
دښمنان چې مې وي مړه ورپسې ژاړم
ما د يار دغه غوښته هم پر ځای کړه
نه يې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم
بېلتانه دې د هرچا په غم شريک کړم
يار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم
چې ترڅو مې وي دا ژبه، يادوم يې
چې ترڅو لرم لېمه ورپسې ژاړم
مخ او زلفې يې په ياد راځي دروېشه
په رڼا او په تياره ورپسې ژاړم
26.08.2010
- انعام الله ګوهر
ستورو که تاسو د ټول عمر شوګيرې کړې ديما هم په ويښه بلا تاسو سره شپې کړې ديد زړۀ پرهر مې ورته هم ډېره خوښي کړې دهپه کومه ورځ چې يار په سترګو ايشارې کړې ديمونږ له ازله د جنګونو په څادر مې تاو يومونږ له ازله د جنګونو تماشې کړې ديوخته له چا، چا نه ګيله وکړمه څوک وښيمپر مونږ خو هر چا د مرګونو تجربې کړې ديهغه به څه د ژوند خوښيو ته ځان ورسويهغه چې مور ورته بلا بلا ښېرې کړې ديوخته پر مونږ د ستمونو انتها شوې د...
27.08.2010
- انعام الله ګوهر
دديدن ښه وصيله يې مـــــــــــــــــــــــــازديګره ټوله درنه ځارشم زمــــــــــا ځـان او ځيګرهداتا چې په رڼـــــــــــــا ورځ ګوتي غوڅې کړېجوړتــــــــــا هم زړه بايللی دی لــــــــــــــــو،ګرهزړګی دي په ډير چل ول ر انــــــه غلا کړالو ځکه درته وايمه اې یاره جـــــــــــــــــــادوګرهخير دا که هغه غونډی ته تـــــــــــــلای نه شوڅنډو...