ستورو که تاسو د ټول عمر شوګيرې کړې دي
ما هم په ويښه بلا تاسو سره شپې کړې دي
د زړۀ پرهر مې ورته هم ډېره خوښي کړې ده
په کومه ورځ چې يار په سترګو ايشارې کړې دي
مونږ له ازله د جنګونو په څادر مې تاو يو
مونږ له ازله د جنګونو تماشې کړې دي
وخته له چا، چا نه ګيله وکړمه څوک وښيم
پر مونږ خو هر چا د مرګونو تجربې کړې دي
هغه به څه د ژوند خوښيو ته ځان ورسوي
هغه چې مور ورته بلا بلا ښېرې کړې دي
وخته پر مونږ د ستمونو انتها شوې ده
وخته ځوانۍ کې مو د وينو غرغړې کړې دي
زمونږه آه به هر يو ظلم ته ودريږي مخ کې
مونږه آه ((همته)) هر خوا انګازې کړې دي