غزل/انعام الله ګوهر
غزل د چا له وجې کوم کرکه له نامې د مینې زما تر مخ به نورې نه کوئ کیسې د مینې ژوند به مې څو بې مانا کرښې شي په سر د اوبو که ترې نه لري شي دا څو ورځې او شپې د مینې له ډېره درده مې زړه اور واخیست،لمبه لمبه شو لکه نغمې خورې ورې شوې ترې شغلې د مینې د چا له لاسه چې مې ژوند له ښې ښمري ووت تر ټولو زیات مې سپکاوی وکړ هغې،د مینې ستا که دا نېت و چې پرې ږدې به مې په نیمه لار کې ولې دې وکړې بیا له ما سره وعدې د مینې ګوهره مینه دلته جرم دی ډېر پام به کوې په ټول ګاوڼډ کې دي خپرې دي اوازې د مینې
شغلې/ازاد شعر
شغلې.... زرګونه کاله وړاندې چې کاینات ګرده تیاره،تیاره و په دغه وخت کې خدای پاک د مینې لمر
نوی کال/استاد الفت
نوى كال/استاد ګل پاچا الفت
ښځه او ژوند/جبران
ښځه او ژوند/جبران خلیل :ژ/انعام الله ګوهر
جبران اوګوهر
جبران او ګوهر جبران په ۱۸۸۳ زېږديز کال د لبنان د شمال د البشره په نوم يوه غرنۍ سيمه کې دنيا ته راغلی، ژوند يې په کړاونو کې تېر شوی، نوموړي ۴۸ کاله ژوند کړی، په امريکا کې يې دنيا ترک کړې او په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته سپارل شوی. نوموړي په عربي او نګليسي ژبه شپاړلس کتابونه ليکلي، چې د مهمو نومونه يې په دې ډول دي؛ پيغمبر، موسيق
ګرانې.........
له تا بغېر مې زهرجنې د ژوند شپې دي ګرانې رانه تاو شوې د غمونو دایرې دي ګرانې که یو زړه،زړونه مو یو بل ته نژدې دي ګرانې تر منځ مو اوه سمندرونه فاصلې دي ګرانې هغه د خدای نور و چې غرونه یې رېزه رېزه کړل او دا چې زړونه نړوي،د ستا شغلې دي ګرانې ته چې ترې ووتې د زړه کور مې خالي ولاړ دی نورې قلف شوې د دې وران کور دروازې دي ګرانې زه پخپل ذات کې په یو بل رقم عذاب اخته یم بس فریادونه دي،غوغا ده او نارې دي ګرانې
غزل/انعام الله ګوهر
هېري یې کړه ټولي وعدې،مه ژاړه مه ژاړه،زړه ! تېري کیسې مه ژاړه راز به مو ښکاره شي په ټول کلي کي خلک به دې واوري نارې،مه ژاړه اوس به مې بیدار شي،زړندوکی زړه سترګې دې راپورته که ! اې ! مه ژاړه دا ګرمې اوبه به دې خراب کړي مخ اوري دې له سترګو شغلې،مه ژاړه نه کوي په غوړ لوښي اثر اوبه نوره کړه بلا ورپسې،مه ژاړه دا چې یار ستا نه شو،په دا وژاړه دا چې یار دې نشته،په دې مه ژاړه نور خلک دې وایستل له خ
غزل/انعام الله ګوهر
ته چې له ما لاړې زه خو بېرته ماته پاته شوم څنګه د پوټي غوندې په لار کې شاته پاته شوم نور خلک په نورو رنګینو پسې روان شول ټول یو زه وم چې ستا د ښکلي مخ رڼا ته پاته شوم ته خو د پتنګ په څېر د ژوند له قیده خلاص شولې زه لکه روښان
غزل/انعام الله ګوهر
خدای خبر چې مې په څه خوږیږي زړه څه خو شته ،بې څه خو نه خوږیږي زړه ستا له ډېرو ستمونو ،جفاګانو اوس مې خپله ،پخپل زړه خوږیږي زړه
غزل/انعام الله ګوهر
زړه مې نه دی خلکو ! ويجاړ ښار د ارمانونو دی بار مې په اوږو باندې دروند بار د ارمانونو دی دا چې پنډ،پنډ اوښکې مې په مخ باندې روانې دي نه ! نه ! اوښکې نه دي،دا قطار د ارمانونو دی مرګه ساه نيولی دې تر غېږې پورې راغلمه پرو
نور دې نه یادوم
نور دې نه یادوم زما لومړۍ شعري ټولګه ده چې دوه وارې د پښتو ادبي غورځنګ
شعر په غږ کې
چې ماښام شي .......ازاد نظم شاعر : نوراجان بهیر غږ : محمد یاسین یاسین
لیک/ جبران خلیل جبران
لیکختیځ لور ته له شنو جزیرو د راګرځېدلي ستر سمندر په ژورو کې چې هر وخت له ملغلرو او ګوهرو ډک وي،د یوه ځوان مړ جسد پروت ؤ. په خوا کې ورسره سمندري ښاپېرۍ ناستې وې،خپلې ښایسته شنې سترګې یې د ځوان په مړه جسد کې خښې کړې وې او په خپلو کې یې له موسیقیته په ډک غږ کې خبرې کولې.د دوی خبرې سمندر واورېدې...سمندر خپلو څپو ته وسپارلې....څپو پخپلو اوږو تر سا
دوه نظمونه /جبران خلیل
دوه نظمونه پېړۍ وړاندې د (ایتنز) په لوی سړک دوه شاعران له یو بل سره مخ شول.دواړه د یو بل په لیدو ډېر خوشاله شول.له روغبړ وروسته ،یوه شاعر بل ته وویل : ((شاعري څنګه روانه ده ؟ په دې ورځو کې دې کوم نوی نظم نه دی لیکلی !؟).دې بل شاعر ډېر په فخر ځواب ورکړ (( یره خو ما یو تازه یو نظم لیکلی.... ! زه یقین لرم دا به د یوناني ژبې له شهکارو نظ
پښېماني//خلیل جبران
پښېماني په اسمان کې سپوږمۍ نه وه ،ټولې دنیا د شپې تک تور څادر اغوستی ؤ.یو سړی د خپل ګاونډي باغ ته ورواوښت او تر ټولو لویه خربوزه یې راوتښتوله.کور ته چې راغی،ویې لیدل چې خربوه لا تر اوسه اومه ده.بیا یوه معجزه پېښه شوه !!د دې سړي ضمیر راویښ شو....ده ته ځان ډېر ملامت ښکاره شو او د خربوزې په غلا ډېر پښېمانه ؤ .
سیوری//خلیل جبران
سیورید جون په میاشت کې یوه ورځ وښو(Grass) د یوې دنګې ونې سیوري ته وویل : ((ته هر وخت ښي او کیڼ لورې ته ښورې او زما مزاحمت کوې !ستا دا حرکت زما ارام ته ډېره صدمه رسوي .....))سیوري ځواب ورکړ :(( دا زه نه یم !! زه نه یم ....!! ته لږ پورته د اسمان لورې ته وګوره...دلته یوه ونه ده چې د باد بهیر یې ، د اسمان او لمر تر منځ، ختیځ او لوېدځ لوري ته خوځوي.
سپینه پاڼه//خلیل جبران
سپینه پاڼه د واورې په څېر یوې سپنې پاڼې له ځانه سره ویل :(( زه خدای پاک سپڅلې پیدا کړې یم او ټول عمر به همداسې صافه او سپینه اوسم !زه به د اور په لمبو کې سوزلو ته ترجیح ورکړم او دا به خوښ کړم چې وجود مې په ایرو بدل شي، خو هیڅکله به پرې نږدم چې د تیارې تور وجود ما لمس کړي او یا هم کومه چټلي زما سپين بدن ته رانزدې شي ! )).هلته په خوا کې د سیاهي (Ink) بوتل
د اور خاشاک//خلیل جبران
د اور خاشاککلونه وړاندې په یوه کلیسا کې یو عیسوي مذهبه پادري اوسېده. ویل کیږي چې په یوه باراني ورځ یوه ښځه راغله او ده ته یې وویل چې زه مسیحي نه یمه نو آیا زما لپاره د دوزخ له اوره د خلاصون کومه لار شته ؟پادري د ښځې په لور وکتل او یې ویل: نه ،هیڅکله نه ! د دوزخ له اوره یوازې هغه کسان خلاصېدلی شي چې په زړه او ژبه په عیسويت ایمان راوړي.پادري خپلې خبرې نه وي خلاصي کړې چې په آسمان کې ب
خوب//خلـــــــــــــیل جبران
خوبیوه سړي خوب ولید. کله چې راپاڅېد نو د خپل خوب د تعبیر لپاره یوه نجومي ته ورغی.نجومي ته یې چې خوب بیان کړ،هغه ځواب ورکړ..(( ماته یوازې هغه خوبونه راوړه چې ته یې په ویښه وینې،زه به یې تعبیر در ښیم...خو هغه خوبونه چې ته یې د خوپ په حالت کې وینې،نه خو زما له پوهې سره کوم تړاؤ او نه هم ستا له تخیل سره ...!)).ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ښېرا//جبران خلیل جبران
ښېرایو وخت راته یوه سپین ږیري ماڼو (کشتۍ وان) کیسه کوله :((هغه وخت چې زه د دېرشو کلونو وم ، لور مې له یوه ځوان کښتۍ وان سره وتښتېده.زه ډېر ازار شوم او دوی دواړو ته مې په زړه کې د زړه له درده ښېرا وکړه.ما مې له خپلې لور سره له دې ټولې نړۍ زیاته مینه لرله !ډېر وخت پس خبر شوم چې د هغه ځوان کښتۍ ډوبه شوې، د سمندر بېخ ته رسېدلې او ځوان هم په