ښېرا
یو وخت راته یوه سپین ږیري ماڼو (کشتۍ وان) کیسه کوله :
((هغه وخت چې زه د دېرشو کلونو وم ، لور مې له یوه ځوان کښتۍ وان سره وتښتېده.
زه ډېر ازار شوم او دوی دواړو ته مې په زړه کې د زړه له درده ښېرا وکړه.
ما مې له خپلې لور سره له دې ټولې نړۍ زیاته مینه لرله !
ډېر وخت پس خبر شوم چې د هغه ځوان کښتۍ ډوبه شوې، د سمندر بېخ ته رسېدلې او ځوان هم په کې مړ شوی،
له هغه سره زما ګرانه لور هم د تل لپاره له ما بېله شوه.!
بوډا زیاته کړه......
((له هغې ورځې چې زه د دوی له مرګه خبر شوی یم،خپل ځان راته د هغه ځوان او خپلې پېغلې لور قاتل ښکاري !
ځکه چې دوی زما د ښېرا له وجې غرق شول !
اوس په داسې حال کې چې د قبر په غاړه پروت یم نو له لوی خدای څخه ددې کار له امله بښنه غواړم !
خدایه ما وبښې !)).
بوډا خو دا هر څه ویل خو په خبرو کې یې د لاپو او باټو اندازله ورایه ښکارېده.
او داسې معلومېده لکه دی چې تراوسه پورې، د خپلې ښېرا په اثر او قوت ډېر فخر او ناز کوي.
______________________________________________
خلیل جبران
ژباړه : ا.ګوهر