خوب
یوه سړي خوب ولید.
کله چې راپاڅېد نو د خپل خوب د تعبیر لپاره یوه نجومي ته ورغی.
نجومي ته یې چې خوب بیان کړ،هغه ځواب ورکړ..(( ماته یوازې هغه خوبونه راوړه چې ته یې په ویښه وینې،زه به یې تعبیر در ښیم...خو هغه خوبونه چې ته یې د خوپ په حالت کې وینې،نه خو زما له پوهې سره کوم تړاؤ او نه هم ستا له تخیل سره ...!)).
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خلیل جبران
ژباړه : ا.ګوهر