د اور خاشاک

کلونه وړاندې په یوه کلیسا کې یو عیسوي مذهبه پادري اوسېده.
 ویل کیږي چې په یوه باراني ورځ  یوه ښځه راغله او ده ته یې وویل چې زه مسیحي نه یمه نو آیا زما لپاره د دوزخ له اوره د خلاصون کومه لار شته ؟
پادري د ښځې په لور وکتل او یې ویل: نه ،هیڅکله نه ! د دوزخ له اوره یوازې هغه کسان خلاصېدلی شي چې په زړه او ژبه په عیسويت ایمان راوړي.
پادري خپلې خبرې نه وي خلاصي کړې چې په آسمان کې برېښنا او تالندې زور واخیست  او په کلیسا باندې درنه ټکه راولوېده. کلیسا اور واخیست او لمبې ترې پورته شوې.
د کلي خلک په منډه راغلل،د اور منځ ته یې ورودانګل،هغه ښځه یې له اوره وژغورله خو هغه پادري د لمبو خوراک او...

د اور خاشاک شو !

http://gohar.bloguna.tolafghan.com/assets/photos/543/3712/original/nltysg_1_.gif

خلیل جبران
ژباړه :ا.ګوهر