سپینه پاڼه
د واورې په څېر یوې سپنې پاڼې له ځانه سره ویل :
(( زه خدای پاک سپڅلې پیدا کړې یم او ټول عمر به همداسې صافه او سپینه اوسم !
زه به د اور په لمبو کې سوزلو ته ترجیح ورکړم او دا به خوښ کړم چې وجود مې په ایرو بدل شي، خو هیڅکله به پرې نږدم چې د تیارې تور وجود ما لمس کړي او یا هم کومه چټلي زما سپين بدن ته رانزدې شي ! )).
هلته په خوا کې د سیاهي (Ink) بوتل د سپینې پاڼې دا ټولې خبرې واورېدې.
هغه پخپل تور زړه کې د پاڼې په دې خبرو پسې وخندل خو د پاڼې څنګ ته د ورتګ جرات یې ونه کړ !
بلې خوا ته ایښو، رنګا رنګ قلمونو او پینسلونو هم دا خبرې واورېدې !
خو هغوی هم هیڅکله دا جرات ونه کړ چې دې سپنې پاڼې ته ورنژدې شي.
او په همدې توګه دا سپینه پاڼه ټول عمر همداسې سپینه ،پاکه او تشه پاتې شوه .

خلیل جبران
ژباړه : انعام الله ګوهر
10.06.2013
- انعام الله ګوهر
د اور خاشاککلونه وړاندې په یوه کلیسا کې یو عیسوي مذهبه پادري اوسېده. ویل کیږي چې په یوه باراني ورځ یوه ښځه راغله او ده ته یې وویل چې زه مسیحي نه یمه نو آیا زما لپاره د دوزخ له اوره د خلاصون کومه لار شته ؟پادري د ښځې په لور وکتل او یې ویل: نه ،هیڅکله نه ! د دوزخ له اوره یوازې هغه کسان خلاصېدلی شي چې په زړه او ژبه په عیسويت ایمان راوړي.پادري خپلې خبرې نه وي خلاصي کړې چې په آسمان کې ب...
12.06.2013
- انعام الله ګوهر
سیورید جون په میاشت کې یوه ورځ وښو(Grass) د یوې دنګې ونې سیوري ته وویل : ((ته هر وخت ښي او کیڼ لورې ته ښورې او زما مزاحمت کوې !ستا دا حرکت زما ارام ته ډېره صدمه رسوي .....))سیوري ځواب ورکړ :(( دا زه نه یم !! زه نه یم ....!! ته لږ پورته د اسمان لورې ته وګوره...دلته یوه ونه ده چې د باد بهیر یې ، د اسمان او لمر تر منځ، ختیځ او لوېدځ لوري ته خوځوي....