سیوری
د جون په میاشت کې یوه ورځ وښو(Grass) د یوې دنګې ونې سیوري ته وویل :
((ته هر وخت ښي او کیڼ لورې ته ښورې او زما مزاحمت کوې !
ستا دا حرکت زما ارام ته ډېره صدمه رسوي .....))
سیوري ځواب ورکړ :
(( دا زه نه یم !! زه نه یم ....!! ته لږ پورته د اسمان لورې ته وګوره...دلته یوه ونه ده چې د باد بهیر یې ، د اسمان او لمر تر منځ، ختیځ او لوېدځ لوري ته خوځوي....)).
وښو پاس وکتل ،د لومړي ځل لپاره يې په ونه سترګې ولګېدې او په زړه کې یې وویل :
(( اوهوو..دا وګوره....!!! دا خو زما نه هم لوی او اوږده واښه دي.))
او بیا د تل لپاره غلي شول.
خلیل جبران
ژ : انعام الله ګوهر
11.06.2013
- انعام الله ګوهر
سپینه پاڼه د واورې په څېر یوې سپنې پاڼې له ځانه سره ویل :(( زه خدای پاک سپڅلې پیدا کړې یم او ټول عمر به همداسې صافه او سپینه اوسم !زه به د اور په لمبو کې سوزلو ته ترجیح ورکړم او دا به خوښ کړم چې وجود مې په ایرو بدل شي، خو هیڅکله به پرې نږدم چې د تیارې تور وجود ما لمس کړي او یا هم کومه چټلي زما سپين بدن ته رانزدې شي ! )).هلته په خوا کې د سیاهي (Ink) بوتل...
13.06.2013
- انعام الله ګوهر
پښېماني په اسمان کې سپوږمۍ نه وه ،ټولې دنیا د شپې تک تور څادر اغوستی ؤ.یو سړی د خپل ګاونډي باغ ته ورواوښت او تر ټولو لویه خربوزه یې راوتښتوله.کور ته چې راغی،ویې لیدل چې خربوه لا تر اوسه اومه ده.بیا یوه معجزه پېښه شوه !!د دې سړي ضمیر راویښ شو....ده ته ځان ډېر ملامت ښکاره شو او د خربوزې په غلا ډېر پښېمانه ؤ ....